زما قبر
لويه خدايه!هغه
لويه ښېره دُعا کړې
کومه ښېره چې زما
نر پښتون قوم ته شوې

چې مې د لر او دبر
خوارۀ وارۀ پښتانه
د يو امېل په شکل
يا د زنځير په شکل
يو بل پورې وتړي
او د يو لاس ګوتې شي

ګنې په سوال او منت
نکړه خوشال رايو ځايې
نکړه رحمان رايوځايې
نکړه سائل رايو ځايې
نکړه رايوځايې ربه!
خان غفارخان بابا
فخر افغان بابا
ګران باچا خان بابا

چې خپل تمام عمر يې
دپښتنو په خدمتونو کړو تېر
ددې ارمان د سرکيدو په اميد
چې به د لر او د بر
خوارۀ وارۀ پښتانه
يوځايې کړمه
خو!
فخر افغان بابا
په دې ارمان لاړو
ددې فاني دنيا نه
خپل اخري اخري
نه ختميدونکى وصيت يې
په داسې شکل اوکړو

چې زما قبر په افغان کې جوړ کړئ
چې به په دې د لر او بر پښتانۀ
يوځايې کړي ځان يو ځايې کړي ځان
نادر کابلګرامي کراچۍ