غــــــزل

تلم اؤ راتلم،اَخرخالى مکان ته ودرېدمه
زۀ چې لۀځانه مروروم، ځان ته ودرېدمه

داشپه زمونږد بد بختۍ حالونه چاته وائي
يوه شېبه لۀ ستوروډک اسمان  ته ودرېدمه

خدائې خبرکومې ذائقې مې پۀ زړۀ وورېدې
داچې دشونډود شکرو کان  ته ودرېدمه

نورد دې ويړجهان لۀهرمنظره غلى تېرشوم
تۀ مې ارمان وې، اؤزۀ خپل ارمان ته ودرېدمه

رانه د هجرلذتونه يوپۀ يوهېـــــــــــــــــــــــريږي
ورځ نيمه څۀ،ستا د وصال باران  ته ودرېدمه

حق دى تسنيمه!د باګرام د پري زادوجادو
راغلم اؤڅلي د ملنګ رحمان ته ودرېدمه

رياض تسنيم کراچۍ