په "تنده مې ماته شوه" د جاج مذاکره
ظفـــــــــــــــــــــــــــــــرکريمي
د٢٠٠٨ءکال د اګست په ١٧مه نېټه د جرس ادبي جرګې مذاکراتي غونډه د امجدعلي سورج په مشرۍ کې جهانګيرپارک کراچۍ کې وشوه چې د نظامت چارې يې ظفرکريمي ترسره کړې ـ د ايجنډې ترمخه غونډې ته لومړې ظفرکريمي د تېرې غونډې روداد واورولو ـ
د روداد د اوريدو نه پس طاهرافريدي وويل تېره غونډه کې چې کومې موضوع ته رياض تسنيم پام کړى دى ،جرس ته د ا اعزاز حاصل دى چې تل يې په دغه ډول موضوعاتو بحثونه او کره کتنې کړي دي او نوي نوي اړخونه يې راسپړدي دي ـ ده د کراچۍ په ټولو ادبي ټولنو غږ وکړو چې بايد په دغه ډول بحثونو په کولو سره د جرس ادبي جرګې سره سيالي وکړي او په کاظم خان شېدا،عبدالحميد،رحمان بابا ،خوشال خټک او نورو باندې ليکونه وکړي ـ ده په تېره غونډه کې د منظور کړى شوي قرارداد په اړه وويل چې زه قرارداد کې ددې خبرې سره اتفاق نه کوم چې په مذهبي ورځو باندې هم د جرس غونډې شوي دي او لوي مثال يې د روژې مياشت ده او په دغه مياشت کې زمونږ غونډې نه کيږي ـ
رياض تسنيم وويل چې ما تېره غونډه کې دا وضاحت کړى وو چې د والټير قول کې د ابليس نه مراد بغاوت دى خو روداد ليکونکي دغه خبره نه ده ليکلې ـ امان افريدي وويل چې روداد مفصل دى ـ ماښام خټک وويل چې روداد سره خواري شوې ده ،تېره غونډه کې سنجيده موضوع څيړل شوې ده که ټول ملګري واي نو ښه بحث به شوى واى ـ خو زما په فکر دکومې موضوع لپاره چې مضمون ليکلى شوى وو هغه خبره شوى ده ،پکار ده چې وضاحتونه هم روداد کې ليکلى شوى وى ـ دغونډې صدر امجدعلي سورج هم د روداد ستاينه وکړه ـ
دغونډې دويمه برخه د ښاغلي عبدالهادي حېران د افسانو مجموعې "تنده مې ماته شوه" باندې بحث ته ځانګړې شوې وه ـ په مذکوره کتاب د بحث شورو طاهر افريدي د خپلو ليکلو تاثراتو څخه وکړه او زياته يې کړه چې که څه هم دا يو روڼ حقيقت دى چې فن په ريښتيا معنو کې د زړه ويني غواړي او د ايوب صابر دهغۀ شعر مطلب هم هر ادب لوستونکي ته مالوم دى کوم چې د يو بېت لپاره د وينې څڅولو په باب وئيلى شوى دى ـ خو بيا هم ددې باوجود زمونږ د پښتو جديد ادب ليکونکي دې لور ته هډو توجه نه ورکوي ـ ګويا په خپل ذهن،فهم،پوهې او په ليک يې زښت اعتماد وي او زما په خيال هم دغه "احساس برتري" د مستقبل ښه جوړيدونکي زلمي ليکوالان دمحنت او د خپل فن سره د خوارۍ په مخ اړولو د لاپرواهۍ ترحده په مغالطه کې ساتلي دي ـ
زمونږ زلمى اديب او شاعر او اوس افسانه نګار ښاغلى حېران هم ددغه احساس برترۍ او مغالطې ښکار شوى دى ـ د ا خبره مې په دې حواله وکړه چې "تنده مې ماته شوه" کتاب کې د افسانو مطالعې زه پورته ذکر شوې خبرې ته مجبور کړم ـ زه دا نه وايم چې د مذکوره کتاب افسانې بيخي افسانې نه دي خو دا وايم چې که مصنف ورسره خوار ي کړى واى نو د افسانو معيار به يې ترڅه حده ښه شوى وى ـ دمثال په توګه د ټايټل افسانه "تنده مې ماته شوه" يوه داسې افسانه ده چې د افسانې لوستونکي تنده تر څه حده ماتولى شي ،خو ددې افسانې کلائمکس يا اختتام ډېر ښه او زوردار جوړيدى شو ـ يعنې د اخرنو څو کرښو نه اول څو کرښې اخر ته ،او که اخرنۍ څو کرښې که وړاندې شوې واي نو ..............
دويمه افسانه" د مړي واده" بيخي مخلې شوې او روايتي موضوع ده او په لوستو يې دا محسوسيږي لکه لوستونکي چې دغه کيسه يا افسانه مخکې هم څو څو کرت لوستي وي ـ دغه شان "لعنت" افسانې ته که لطيفه وويل شي نو بې ځايه به نه وي ـ دلته افسانه نګار پخپله هم لطيفه جوړ شي ـځکه چې سمه او صحيح اردو نه ورځي نو څه دپاره يې ليکي دغه خبره په ښه او روانه پښتو کې هم کيدې شوه ـ دغه شان مونږ دملايانو ،طالبانو ډېرې کيسي اوريدلي دي چې څۀ پکې ريښتيا وي ،څۀ ريښتياو ته نزدې وي او څۀ محض د افسانه نګار د ملا سره د دښمنۍ څرګندونه کوي ـ که دلته په ټولو افسانو بحثي خبرې راواخلو نو زما په خيال د وخت ضياع هم ده او بې مقصده هم ـ
طاهراپريدي په خپلو خبرو کې وويل چې ځينې افسانو کې د افسانې رنګ او سسپنس هم کيدى شو خو کاش که ښاغلي ليکوال ورته لږ د مطالعې پام کړى وى ـ دغه افسانې د موجوده دور د معياري افسانو تر قدمونو هم نه رسيږي او نه ورته لوستونکي کوم معيار ټاکلى شي ـ ماته خو داسې ښکاري لکه چې مصنف دغه افسانې په زور او فقط په دې عرض ليکلي دي چې د افسانه نګارو په قطار کې شامل وګڼلى شي ـ کاش چې ليکلى لوستلى عبدالهادي حېران جديدې افسانې په غور سره مطالعه کړى وى ـ
ماښام خټک وويل چې طاهر صېب د مصنف ته د بيخي زيات ليکلي لوستلي اديب درجه ورکوي او بيا ترې هم هغسې توقع ساتي ـ کتاب کې که څه هم ټولې افسانې ښې نه دي خو يو څو افسانې داسې هم پکې شته دې چې ښې افسانې ورته ويلى شو دا خبره سمه ده چې ښاغلي ليکوال ځينې لطيفو نه افسانې جوړې کړي دي خو زه دا وايم چې دا د ليکونکي اولنى کوشش دى که ډېر ښه نه وي خو دا هيله او اميد ترې کيدى شي چې راتلونکي کې به ښې افسانې وليکي ـ ده زياته کړه چې "د سلوروپو نوټ" افسانه کې مصنف د ملا سره دښمني نه ده ښکاره کړې بلکې خپله مشاهده يې بيان کړې ده ـ
رياض تسنيم وويل چې د قلندرصېب په قول د افسانې لپاره کيسه ضروري وي خو دې کتاب کې ذکر شويو ټولو افسانو کې کيسې کمزوري دي ،مطلب مې دادى چې دې افسانو کې واقعات خو شته خو کيسې پکې بيخي نشته او همدغه وجه ده چې زياتره افسانې يې د روداد شکل غوره کړى دى ـ او دا کار يوازې حېران نۀ دى کړى ،رضا مومندي ،ارباب رشيد احمدخان او ځينې نورو افسانه نګارانو هم ځينې افسانې د راپورتاژ په رنګ ليکلي دي ـ کله چې افسانه کې کېسه کمزوري شي نو افسانه د راپورتاژ رنګ غوره کوي ـ
ده زياته کړه چې يو ليکوال ته پکار وي چې خپل اولني کوشش کې خواري وکړي ،چا سره مشوره وکړي او انتخاب وکړي ـ زما په خيال ښاغلي مصنف شعوري طور دا کار کړى دى چا سره مشوره کول او انتخاب کول ورته ضرور پکار وو،ځکه چې کوم معيار ته مونږ رسيدل غواړو هغه د نورالامين يوسفزي نه بلکې د "ګجرې" او "چارګل" دى ـ
رياض تسنيم د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل چې که څه هم
دکتاب ټايټل د اخترکارډ يا د واده کارډ په څېر دى خو ددې سره سره د افسانو ژبه او د ليکوال مشاهده د ستاينې وړ ده ـ دليکوال طرز بيان زبردست دۍ او عېن انساني فطرت ته نزدې دى ـ
امان افريدي وويل چې کله يوې واقعې ته فنکار د کيسې رنګ ورکوي نو پکار ده چې دغه رنګ افسانوي رنګ وي د حېران په افسانو کې تشنګي هم دا محسوسيږي چې د کيسې په افسانوي رنګ يې د راپورتاژيا فيچر رنګ غالب شوى وي ـ
ده زياته کړه چې حېران کې يو فنکار موجود دى خو دا به ووايم چې په يو حېران کې په يوه وخت دوه حېرانه موجود دي ـ يوحېران په زيرکۍ سره مطالعه کوي او اخذ کوي خو دويم حېران بيا لاپرواهي کوي ـ مطلب مې دادى چې نوموړى مطالعه زياته کوي خو فايده اخېستو کې لاپرواه شي او ددغې لاپرواهۍ په وجه ترې فايده وانه خستې شي ـ
طاهر افريدي وويل چې حېران کې فنکار شته خو فن سره محنت کول پکار دي ـ د يو اروپايي ليکوال وېنا ده چې فن يو ارښتناک کاڼى دى چې څومره يې د فن په ګتو تراشې هومره به ښايسته کيږي ـ زه د رياض ددې خبرې تايد کوم چې حېران ته انتخاب کول ضروري وو ـ زه پخپله افسانې ليکم خو د چاپ په وخت پکې انتخاب خامخا کوم دغه شان رياض تسنيم چې يو ښه شاعر دى د خپلې شاعرۍ د چاپ په وخت انتخاب ضرور کوي ـ
زرجان مداخېل وويل چې ماته چونکې دغه کتاب نه دې رارسيدلى نو ځکه مې لوستې نه دى ـ د ملګرو د خبرو نه راته دا اندازه ولګيده چې حېران بايد د چاپ لپاره انتخاب کړې وى ـ
ظفرکريمي وويل چې کتاب کې د راغلو افسانو په فني اړخ خو طاهر صېب او نورو ملګرو خبرې وکړې خو دا خبره يادول ضروري ګڼم چې ښاغلي حېران په خپلو افسانو کې د روانې او اسانې ژبې ،قوي مشاهدې او د زړه پوري طرزبيان په سبب په دې کامياب شوى دى چې لوستونکي ته خپل پېغام ورسوي او لوستونکي پرې پوه هم کړي ـ
رياض تسنيم وويل چې يوازې پېغام ضروري نه دى ،پېغام خو د اخبار په يو کالم کې هم ورکول کېدى شي ،پېغام خو دې شعر کې هم شته چې
د لرګي کټوۍ کې څيز کله پخيږي
نه پخيږي د لرګي کټوۍ کې څيز
کتاب کې د راوړل شويو ترجمو په اړه طاهر افريدي وويل چې ترجمې يوازې لفظي ترجمې دي ،هنري ترجمې ورته نه شو ويلى ـ ماښام خټک وويل چې د سعادت حسن منټو په سلګونو افسانو کې د "کالي شلوار"(تورپرتوګ) ترجمه کول د مصنف د ذهني رجحان غمازي کوي ـ
دغونډې صدر امجد علي سورج وويل چې ما پخپله د ښاغلي حېران افسانه په اول ځل په ١٩٩٦ء کې ورځپاڼه" وحدت" يا "ګلبڼ" مجله کې لوستې وه ،شايد نوموړي ددې تر مخه هم افسانې ليکلې ـ ددغې وخت نه تراوسه دولس کاله جوړيږي ،کله چې لېکوال ددومره مودې راهسې د افسانې سره منسلک دى نو پکار وه چې اوس يې ښه لېک کړى وى او هسې يې ترې ځآن خلاص کړى نه وى ـ د امجدعلي سورج په دې خبرو مذاکره پاي ته ورسيده ـ
دغونډې دريمه برخه کې مشاعره وشوه چې امان افريدي،رياض تسنيم،زرجان مداخېل،ماښام خټک او ظفرکريمي پکي کلامونه واورول ـ
دمشاعرې وروسته د زلمي شاعر اجمل منصور په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وشوه ـ په يو بل قراردار کې د اکېډمي ادبيات له لوري اولي پښتون شاعرښاغلي اجمل خټک ته په لايف ايچيومنټ ايوارډ او ښاغلي درويش دراني ته په خوشال ادبي ايوارډ او ښاغلي شېرزمان طايزي او آغلې سلمى شاهين ته په صدارتي ايوارډونو مبارکي وويله ـ