دماښام خټک نوى کتاب خپور شو
د نوموړي شاعر،ليکوال،کالم نګار او فنکار ښاغلي اقبال شاه ايډوکېټ (ماښام خټک) نوى کتاب ګلګشت(راپورتاژ)دجرس ادبي جرګې کراچۍ له لوري خپور شو ـ ګلګشت په هزاره د اولنۍ پښتو نړيوالې مشاعرې راپورتاژ دى ـ ددې کتاب تړون ښاغلي ليکوال د ښاغلي اسماعيل ګوهر او دهغو ملګرو په نوم کړى دى چې ددغې نړيوالې مشاعرې تابيا يې کړې وه ـ
ديادونۍ وړ ده چې د ماښام خټک ددې نه وړاندې هم يو شعري ټولګه "په وجود کې نه ځائيږم" د جاج لخوا خپره شوې ده ـ ددې سربېره کابل کې د سولې ګډې مشاعرې په اړه يو بل رپورتاژ له "ديبله ترکابله" هم چاپ ته چمتو دى ـ
ظفرکريمي