د يو چا اتلسم تلين ته
دا تۀ څۀ وى چې تر هر څه راته ګران شوې
ته مې ژوند وې ته مې مرګ ته مې ايمان شوې

لکه بوي د غوټۍ شونډو کې بېده شوې
لکه پاڼه اوبو يوړلې داستان شوې

ستا ښکلا ښکلا خيالونه مې ټولواک شو
زه دې مينځه،ته پاچا،پاچا جانان شوې

د رباب د ويدۀ تار هېره سندره
څۀ پرهر شوې څۀ د څړيکو دردستان شوې

مازديګر وې چې د لمر سره ولاړې
دسحر په لاس کې ستورى د اسمان شوې

دل آباده ! ستا له ياده،ستا له ياده
شاجهانه،جان جانانه يادستان شوې

د وجود په هر پرهر کې مې ژوندى شوې
د نفس په هر آهنګ کې مې بيان شوې

په شپيلۍ شپيلۍ غزل کې مې فرياد شوې
دغزل غزل احساس مې نيستان شوې

دا تۀ څۀ وې چې تر هر څۀ راته ګران شوې
ته مې ژوند وې ته مې مرګ شوې ته مې دين ته مې ايمان شوې
                             پروين ملال کراچۍ