تېر پسې
غني خان د شلمې صدۍ دنورو هم عصرو قام پرستو او مزاحمتي شاعرانو په شان د يو ذمه دار فنکار په  حېثيت د فن تقاضې پوره کړي دي ،چې دهغه قام او دهغه چاپېر چل يې دهغۀ نه په ځايې طمع لري ـ دهغۀ دشاعرۍ دا برخه کله کله د طنز شکل هم اختيار کړي ولې د خلوص په دړد کښې ډوبه ښکاري او دغه طنز کله کله د کنځل تر حده هم ورسي خو دهغۀ کنځل په سړي لکه د خوشال خټک د کنځل بده نۀ لږي ـ وجه يې هم هغه خلوص او دړد دى  ـ دغني خان زړه د خپل قام سره په سياسي،معاشرتي او معاشي بدحاليو او هره پېښه دړديږي او د وچت معيار دي چې مونږ يې د قام پرستۍ په حواله د پښتو ژبې د اول صف په نظمونو کښې ايښودى شو ـ دغه قام پرسته دړد او خلوص د هغه نظم "وصيت" کښې په شدت سره موجود دى دنظم اخري شعر وګورئ
     يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
     يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجـــاړې

نظم بيخي په مختصرو ټکو کښې د قام پرست او مزاحمتي فکر ټول منشور زمونږ په وړاندى ايښودى دى ـ په يو بل نظم خوشحال خان خټک تۀ کښې ددغسې فکر او جدوجهد سرخېل ته د خپل قام بدحالي او زوال په يو ه داسې لهجه کښې بيانوي چې که يو خوا ياسيت لري نو بل خوا د خود تنقيدۍ يو شديد احساس نېغ په نېغه د يوۀ حساسه او باشعوره لوستونکي زړه ته پريوځي او په اسباب يې په خپله غور کوي
     آ حجره چې تۀ يې خان وې،آ کاروان چې ته يې مير وې
    آ حجره په ورانيدو ده ،آ کـــــــــــــــــاروان دى بې مهاره

دپښتنو ددغې حجرې د ورانوونکو او ددغه کاروان بې مهاره کوونکو(که هغه خپل دي او که پردي )خلاف شاعر خپله قلمي مزاحمتي فريضه ترسره کړې ده او دغه پښتون دشمنه او اولس دشمنه قوتونه يې مونږ ته راپه ګوته کړي دي ـ دهغه" تارو" نومې نظم کښې دا مسلسل جدوجهد په دې رنګ کښې دى
      زه به تل حسيـــــن يم او ښکاري به تل يزيد وي
      لاس کښې کلــــــــــه دام،کله ټوپک ،کله لينده

دلته زه ددې موضوع په حواله سره د غني خان دهغۀ دوه و نظمونو ذکر ضروري ګڼم کوم چې د مزاحمتي فکر په بنياد د پښتو په نظميه شاعرۍ کښې دخپل اوليت نه علاوه هم اهم دي او دا دوه نظمونه دي "ايلم دسرطوطيان" او "سوداګر"
نظم د "ايلم د سر طوطيان" د رياستي جبر خلاف د يوې ژوندۍ حوصلې پېغام دى او دا پېغام د نورو ژبو د ترقي پسندو شاعرانو د اواز نه په هيڅ ډول کم نه دى ـ دنظم د شورو مصرې د ټول نظم بنيادي او مرکزي خيال واضحه کوي
چا بند کړي دي پنجره کښې
د ايلم د سر طوطيان
او د نظم دا بند د ټول نظم حاصل دى
د بهار ولولې څنګ شي
څوک د پښو لاندې کولى؟
که لکونه ژوندي،مړه کړي
ژوند څوک نۀ شي مړ کولى
چا د بوئي نه منع کړي
شنۀ ګلونه د ريحان
دا نظم ددې خبرې ثبوت دى چې غني خان د ژوند په جدوجهد کښې داميد او رجايئت قايل دى ـ
نظم "سوداګر" د غني خان يو نظرياتي او مزاحمتي شهکار دى ،ددې نظم اسانه تشريح د احمد فراز په نظم "محاصره" کښې موجود ده ـ غني خان دا نظم په ١٩٤٨ء کښې ليکلى دى کله چې په پاکستان او په خصوصي توګه پښتونخوا کښ ېد نظرياتي مخاليفينو خلاف د رياستي جبر بازار ګرم وه ـ او د احمد فراز نظم د جنرل ضياء د مارشل لائي جبر او تشدد د تورې شپې خلاف اواز دى ـ دواړه نظمونه د رياستي جبر د مکروهې څېرې نه پرده پورته کوي ـ د  حکمرانې طبقې د مختلفو کرتبونو او چالونو خلاف يو بې باکه اظهار دى ـ د نظم سوداګر په وړومبي بند کښې د حکمرانې او استحصال کوونکې طبقې د يوۀ داسې کردار غندنه شوې ده چې مذهب د خپلو مقاصدو دپاره استعمالوي
عجيبه دا سوداګر دى
په لاس تېغ په سر قران
شنۀ قبا يې د امام ده
کلکې سترګې د شېطان

دا نظم مونږ ته دا ښايې چې دغه سوداګر د خلقو ايمانونه ډېر په ارزانه بيه اخلي په دې لړ کښې د ظلم ،جبر او دُوړې دبکې نه علاوه د پېسې نه هم کار اخلي او په وقتي اقتدار کښې د شموليت د ست نه هم ــــ خو ددې ټولو چالونو خلاف د شاعر احتجاج او مزاحمتي لهجه دکتو ده
ربه څنګه سوداګر دى
څنګ ژوند ورکړم جهان واخلم
څنګ نظر د سترګو ورکړم
او چشمې د مرجان واخلم
څنګ بهار او سپوږمۍ ورکړم
د لالونو ډېران واخلم
ددې سرو د طوق بدل کښې
څنګه دين او ايمان ورکړم

نظم ورو ورو ديوې قلندارانه خودۍ او اصول پرستۍ اړخ ته تګ کوي او دا لاندينۍ مصرعې دهم دغه پښتنې قلندارانه شان د اظهار ائينې دي په کوم چې د شاعر دفن او نظريې اډانه ولاړه ده ـ
نۀ دې ليدى سوداګره!
تا د سرې وينې غورځنګ
په ټيټ سر باندې نه ښايي
دا زما شمله د ننګ
دسرو زرو تحت قربان شه
په ازاد کند د ملنګ
      ____
تۀ مغروره په خپل زور يې
مونږ په مينه کښې سرشاريو
راشه وګوره فرعونه
دا دونهـه  د ملنګانو
په دې خاورو کښې خورې دي
کپرۍ د بادشاهانو
دخپل دور هر جينئس په خپل دور کې تنها وي او د تنهايې دغه شدت د هغۀ  فن کښې ځايې په ځايې موجود وي ـ دنيا او د دنيا خلق او دهغه چاپېر چل چونکې دهغه د ذهني سطح مطابق نه وي ځکه د خپل وجود دننه او بهر  ديوې اذيت ناکې تنهايۍ ښکار وي دخوشحال خټک شعر دى
     په جهان کښې به يو يو وي
     چـــــــې هنر يې د کيميا زده

او رحمان بابا وايي
      لکه مړى د ژونديو ترميان پروت وي
      هسې بېــــل يم لۀ عالمه په عالم کښې

دفنکار دننه ددغه تنهايۍ د کرب اظهار هغه فنکار په ښۀ ډول کولى شي کوم چې د داخلي احساساتو په بيان قدرت لري ـ دغني خان په شاعرۍ کښې داسې کاميابه نظمونه شته چې مونږ ترې دشاعر د مضبوط داخلي عرفان او اوچت تخيل اندازه کولى شوـ دشاعر دننه يوه مسلسله او ابدي تنهايئ د کتوده ـ په نظم "پروت يمه يوازې" کښې شاعر دهغو ټولو اسائشونو او سهولتونو ذکر کوي کوم چې په سماج کښې هم هغۀ ته حاصل دي ـ او دا هم وايي چې دهغۀ اصل نسل او کورنۍ درنه ده خو ددې هر څه باوجود فنکار د خپل ذات دننه د تنهايۍ په کرب کښې مبتلا دے ـ
پاکه لويه خدايا ! دا احسان دى که سزا ده
ژاړمه ګلونو کښې دا څه برخه زما ده
عېش دې راله زهر کۀ ارام راله بلا ده
رو د تېښتې نشته تېښته لا توره بلا ده
              ــــــــ
ولې دې زه جوړ لکه مشال کړم ولې ولې
هله شي رڼا چې مې په سر لمبې شي بلې
وژنم کۀ دا اور ګلزار او حسن شي خزلې

ــــــــ
ددنيا د لويو شاعرانو په شان دغني خان په شاعرۍ کښې مقاميت دى ـ او د خپلې خاورې سره نزدې او کلک تړون دے دا مقاميت دهغۀ د فکر او شخصيت دواړو حصه ده ـ دغني خان نه وړاندې دا خوبي مونږ ته صرف او صرف د خوشال خان خټک په شاعرۍ او شخصيت کښې په نظر راځي ـ غني خان چې که فلسفيانه بيان هم کوي خو دهغه په لفظياتو کښې اشنغر،جيندى،لنډى،اباسين،پېښور،مابڼ،ايلم،سوات او شولګره موجود وي ـ دخپلې خاورې سره مينه او ددغې خاورې او ددغه ولس دبرترۍ احساس دهغۀ فن کښې ځايې په ځايې ښکاري ـ دهغه نظم "سېل"  ددغه قسم موضوع مکمل اظهار دى ـ دنظم په تمهيد کښې شاعر په سېل ووځي او ددنيا د مختلفو ملکونو او ښارونو کښې چې کوم ښائست موجود دى ،هغه بيان کړي ،په دغو کښې دفرنګ جهازونه،د لندن او پېرس مستې او ګلبدنې جينکۍ،داټلي شراب،د امريکې د شانداره عمارتونو نه د هندوستان تاج محل هم شامل دى ـ خو ددې هرڅه په مقابله کښې شاعر ته بيا هم خپل خړ پړ وطن جنت ښکاري
         خو چې ووينم زۀ خپل د خټو کور
         رانه هير شي محلونه ښېسته نور

        چې خړ مخى ورور پښتون سينې له در شي
        درنه هېر به ټول ښائست د بحر و بر شي
        او په دې خبره د خدايې شکر اد ا کوي چې
        خدايه!شکر چې پيدا دې لۀ دې قام کړم
         دپښتون د نر وجود دې يو اندام کړم

دنظم په اخر شعر کښې د خپل قام او خپلې خاورې سره د مينې شدت انتها ته رسيدلى دى
   په والله چې د جنــــت نه شم راستون
   چې کنځل پکې وا نۀ ورم د پښتون

دغني خان نظم ګوئي د خپل دور يوه مظبوطه حواله ده چې د فکري بغاوت او ادبي اجتهاد سره سره يو خپل ځانګړے اسلوب لري ،ددې شاعرۍ دا کريډيټ هم کم نه دے چې ددې د لوستو په وخت د قاري ذهن ته صرف او صرف دغني خان نوم راځي دبل يو شاعر نۀ ـــ او زما په خيال د پښتو ژبې په لکونو شاعرانو کښې خپل انفراديت ساتل هم د معجزې نه کمه خبره نۀ ده  ـ
                                                                           ختم شو