دغني خان نظم ګوئي
      (دفکري بغاوت او ادبي اجتهاد يوه ځانګړې حواله)
                                                     رياض تسنيم
هرکله چې يو ملک د يوې اوږدې مودې غلامۍ سره مخ وي ،قام د فکري،سياسي،علمي او معاشرتي جمود ښکار وي ،دمعاشرې سوچ غلام او دمعاشرې ترجمانان يعنې د قلم خاوندان د مودو راسې ديوې زړې او روايتي لارې نه بل خوا قدم اخيستل کفرګني او الميه دا چې په خپل دغه حالت مطمين هم وي،په داسې وخت کښې په ادب ،شاعرۍ،ژوند،فکر او فلسفه کښې د اجتهاد لاره ويستل او د مثبت انفراديت دپاره د مروجه لارو نه د بغاوت جرات کول ډېر مشکل خو ډېر ضروري وي او چې ريښتيا خبره وي نو دداسې جرات توفيق ډېرو لږو خلقوته نصيب کيږي ـ غني خان هم په دغسې دور او حالاتو کښې د فکري بغاوت او ادبي اجتهاد جرات کړى دى ـ
داد د ١٩٣٠م خواوشاه زمانه وه کله چې غني خان د خپلې شاعرۍ ابتدا کوي ـ دا وخت متحده هندوستان د يوې لوې غلامۍ نه راتېريږي او هم دغه دور کښې د وطن د ازادۍ دپاره د انګريز خلاف په سياسي تحريکونو کښې تيزي راځي ـ د اولس سياسي او معاشرتي سوچ متحرک کيږي ،پښتانه هم دنورو قامونو په شان دازادۍ په تحريک کښې برابره برخه اخلي ،چې مرکز يې د غني خان سياسي کورنۍ ده ،دقيصه خوانۍ خونړۍ واقعه او په پښتنو د انګريزانو نور بې شميره ظلمونه هم ددغه دور داستانونه دي ـ دغه ټول عوامل نېغ په نېغه په پښتو شاعرۍ او نورو ادبي اصنافو اثر غورځوي چې په نتجه کښې يې يو خوا په سټيج د زنده اباد مرده اباد چغې وهونکي د سطحي لهجې شاعران راپيدا کيږي او بل خوا دغني غوندې دشلمې صدۍ د پښتو شاعرۍ يوه ځانګړې او مظبوطه حواله ـ دغني خان د ابتدائي شاعرۍ منشور هم ددغه دور د حالاتو پيداوار دى ،ددغې نه پس هغۀ د کائنات تصوير،د انسانانو دخداي سره تعلق،عشق،د ژوند او مرګ فلسفه،قامولي او نورې ګڼې سماجي او معاشرتي مسئلې دخپلې شاعرۍ موضوعات ګرځولي دي ـ
دغني خان د شاعرۍ د عظمت بنياد د هغۀ انفراديت دى  خو د ا انفراديت يک رُخه نه دى بلکې همه جهت دى ،ددې انفراديت بنياد دهغه فکري بغاوت دى ،ځانګړې اسلوب،دلهجې تازګي،د مخصوصو لفظياتو انتخاب او استعمال،دخپلو ټولوهم عصرو په مقابله کښې فطري غنائيت،دشعريت او سراو تال نه ډکه فضا،ټوله د آمد شاعري او د ځانګړو موضوعاتو انتخاب ــــــــــ هغه دژوند او کائينات د حسن او بدصورتۍ دواړو حقيقت پسندانه اظهار په يوه داسې روماني او خوابناکه لهجه کښې کړے دى چې د پښتو شاعرۍ په اوږد تاريخ کښې دا لهجه هم دهغه نه شورو کيږي او هم په هغه ختميږي ـ
په دې کښې هيڅ شک نشته چې شلمې صدۍ مونږ ته د پښتو د څلورو شاعرانو د شعراو فکر هغه اعلى او ارفع ورثه پريښې ده چې مونږ پرې په ځآيې فخر کولى شو ـ او دهغوۍ د نورو هم عصرو شاعرانو د درجه بندۍ دپاره ئې د پېمانې په توګه استعمالولى شو،او دغه څلور نومونه دغني خان ،قلندرمومند،اجمل خټک او حمزه شينواري نه سېوا نور څوک کيدى شي ـ دغه څلور واړه دخپل خپل فکر او خپلې خپلې لهجې مجتهدين دي ـ او حقيقت هم دادى چې د هرې زمانې لوي شاعر دخپل دور مجتهد ضرور وي ځکه خو منفرد هم وي ـ او د انفراديت دپاره د اجتهاد او تجربې رسک اخيستل ضروري وي ــــ مثال يې د رحمان بابا په شکل کښې زمونږ په وړاندې دى
      چې دا نور شاعران کاندي،هغه نۀ کا
      رحمـــــــان کړے نوىنوى اجتهاد دى
دپښتو شاعرۍ په تاريخ کښې د خوشحال خټک نه پس غني خان دويم هغه رئيلسټک شاعر دى چې د خپلې شاعرۍ ،فکر او نظريې د اظهار په لړ کښې د هر قسمه مذهبي،سياسي،حکومتي،معاشرتي او جغرافيايي مصلحتونو نه ازاد دى ـ د دواړو شاعرانو د بې باکۍ او جرات په شا د هغوي سماجي مرتبه او خاني هم ده ـ په داسې وخت کښې چې د پښتو شاعرۍ دجمود ښکار وه،غني خان د خوشحال خټک د جرات ياد تازۀ کړى دى ـ
زمونږ په وطن کښې مذهب او پښتو شاعرۍ کښې غزل هغه دوه مظلومه څيزونه دي چې هر هُماشُما يې خپل ملکيت ګڼي ، دغني خان د ا احسان هم کم نه دے چې غزل يې معاف کړى دى او د خپل فکر د اظهار دپاره يې دنظم چوکاټ خوښ کړى دى ـ دنظم مېدان دهغۀ د شاعرانه اظهار او ذهن عېن مطابق دے ـ په نظم کښې هغۀ دهئيت او موضوع بې شمېره تجربې کړي دي کومې چې په غزل کښې ممکن نه  وي ـ
څومره چې دا ژوند او د انساني فکر الوت وسعت لري،دغه هومره د غني خان دشاعرۍ موضوعات هم وسيع دي ،دده شاعري دخارج د منظرنامې سره سره د داخل د تخليقي قوت او اوچت تخيل يو زبردست اظهار دى ـ دلته که يو خوا د ملک په سياسي نظام او د معاشرې په طبقو او کردارونو مثلاً مُلا،خان او ملک وغېره ژور طنز موجود دى نو بل خوا د شاعر دننه تنهايي هم د ليدو ده ـ کۀ يو خوا دانساني ژوند ،خدايي او کايئنات دتړون فلسفه ده نو بل خوا يې قام پرست او مزاحمتي رنګ هم ځان ته څه وايي ،که يو خوا د ژوند او مرګ د فلسفې ګرما ګرم بحث دى  نو بل خوا يې د روماني او عشقيه موضوعاتو حق هم ادا کړے دى ـ دکمال خبره داده چې غني خان داټول موضوعات د يوې اوپره جذبې ترمخه دخپلې شاعرۍ لپاره لازم نه دي ګرځولي بلکې دا دهغه دشخصيت او دهغۀ د فن نه نۀ جدا کيدونکي څيزونه دي او صفا ښکاري چې ددې موضوعاتو دبيان په وخت فنکار د څومره خلوص نه کار اخيستے دے او هم دغه فنکارانه خلوص دى چې ددنيا دهرې ژبې د اعلى تخليق د عظمت بنياد ګرځيدلى دى ـ
دمرګ او ژوند فلسفه دغني خان د خوښې موضوع ده ،ژوند څه دى؟ مرګ څۀ دى؟ځواني څه ده؟ددې دومره ښائسته ژوند انجام اخر مرګ ولې دى ؟ آيا مرګ د ژوند دفنا پېغام کيدى شي؟ــــــــ دې په ظاهره وړو خو په حقيقت کښې لويو سوالونو او بيا ددې جوابونو له د شعر ژبه ورکول د هر شاعر د وس کار نه دى ـ د فلسفې اهميت په خپل ځائې ،خو فلسفه د شاعرۍ غوندې لطيف فن حصه جوړول ډېر ګران کار دى ،غني خان په دې ګران کار کښې کامياب شوى هم دى او ځائې په ځائې يې تيندک هم خوړولى دى ـ
دځوانۍ اومستۍ د خُوم د تشيدو په موضوع "دغني کليات" کښې دوه کامياب نظمونه موجود دي چې د انسان ژوند دې تريخ حقيقت ته يې د شعر داسې رنګينه جامه وراغوستې ده چې د موضوع او شعر د اظهار حق يې ادا کړى دى ـ دا دوه نظمونه دي
(١)صنوبر   (٢) ګلونه د ورخاړي
نظم "صنوبر" کښې لفظ "صنوبر"  علامت دى د ځوانۍ دلوړو،اوچتو او مستو جذبوــ په دې موضوع دا نظم د هغۀ د شاعرانه صلاحيتونو يوه نمونه ده ـ د نظم په ابتدايي مصرعو کښې دداسې استکارۍ نه کار اخستى شوى دى چې د هغې تاثير او سوز سړى خپله د باقي نظم لوستلو ته اوپاروي
          لاس مې بند ژبه مې بـــنده
          داســــــــې ناست يمه ديګر
          لکه ناست وي وزر ماتــى
          په ماښام کښې بــــــــازيګر

يو سوز دى ،يو شاعرانه او مترنم وير دى،او دا سوز او وير د نظم په وړاندې تلو سره سره شدت اختياروي ـ
چــــــــــــــــپه خله او ټيټې سترګې
د ګل خوا کښې ګونګى ناســت دى
د خــــــــــــــپل غم په ننداره کښې
ډوب مشغول دى صنــــــــــــــــوبر

او دا شعر ددې نظم نقطه عروج دى او کاش چې په هم دې شعر د نظم اختتام شوى وى
دخزان جامې اغوستې
دي نرګــس او نسترن

هم دغه د ځوانۍ د غم علامتونه نرګس او نسترن چې د خزان جامې يې اغوستي دي يعنې په عروج پسې زوال جخت ولاړ دى مونږ ته په يو بل نظم "ګلونه د ورخاړي"کښې د ورخاړي د ګلونو په شکل کښې مخې ته راځي ،چې ژوند يې فقط يوه ورځ وي او هم دغه د ځوانۍ د عمر مختصر دور ته اشاره ده ـــــ خو دلته شاعر د ورخاړي د ګلونو دهر ماښام د مرګ نه پس سبا بيا دخنديدو نه د انساني ژوند د ابدي غم د زغملو دپاره د حوصلې کار اخلي ـ او د ټول انسانيت غم له د اميد يو مشال په لاس کښې ورکوي

ګلونه د ورخــــــــــاړي
د رنګ څاڅکي ولاړي
سحر په خندا تـېر کړي
ماښــام ټول خفه مړاوي

او د نظم دا بند د غني د هغې د اميد د فلسفې اظهار دى چې دا ژوند د خپل تکميل په لور د جدوجهد يو تسلسل دى او دا چې ددې ژوند انجام مرګ نه دى

ځواني د يو سحر ده
جمدون د يوې ورځې ــــ بيا هم ما نه نران دي
چې هر سحر خندان وي
او نرۀ يو پوټي غم ته
دلږ ساعت تورتم ته
آدم د اوښکو نوم دى
په ګلونو پسې ژاړي

ـ
انساني ژوند چې د اعلى مقاصدو دپاره وي هغه د غني خان په ژبه يو نۀ ختميدونکى ابدي حقيقت دى ،مرګ د دومره اعلى،ارفع او ښائسته ژوند انجام نه شي کيدى ـ د ميرتقي مير شعر دى
         مرگ اک ماندگي کا وقفه هى
         يعنى آگى چلين گى دم لىکر
په دې موضوع غني خان په نظم "خاورې" کښې د خپل فکر لوړوالى او شاعرانه عظمت ثابت کړى دى ـ د نظم په وړومبۍ مصرع کښې د ټول نظم خيال راغونډ شوى دى
         نه منم،نه منم ياره! مرګ انجام د هستۍ نه دى
په نظم کښې د مختلفو علامتونو ،تشبهاتو او استعارو په مدد مرګ او ژوند په نوي نوي وجودي او تصوراتي شکل کښې قاري د خپل ذهن په پرده ويني ـ په نظم کښې د ژوند تسلسل له د مستۍ،سبا،رڼا،بهار،عطر او ګلزار سره تشبهـ ورکړى شوې ده او مرګ له د ماښام ،تياره،او خزان سره ـ په نظم کښې ژوند او مرګ يو بل لپاره لازم او ملزوم څيزونه دي ، ديوه درياب دوه غاړې دي خو د مرګ په مقابل کښې د اعلى ژوند اهميت په خپل ځايې قايم دى
په قبرونو کښې پرتې دي،لاس او پښې شونډې او ګتې
څوک شي قبر جوړولى،ددې ســـــرو سترګو خــــــــمار له
   لاس او پښې ،شونډې او ګُتې" د انسان د مادي وجود حصې دي چې خاورې کيږي خو اصل څيز هم دغه" دسرو سترګو خمار" دى چې د ابدي ژوند علامت دى او مرګ ددغې ژوند انجام نۀ دى ـ دنظم اخري مصرعې مونږ ته د مرګ د وقفې نه پس د اعلى او مقصدي ژوند دغه تسلسل بيانوي خو دومره په منطقي او شاعرانه انداز کښې چې دا صرف او صرف د غني خان سټايل دى
      ساقي نوى جام راواغشت،په سرو شونډو کښې مسکى شو
     بــــــــــــل عاشق ورته لاس ونيو، شکرانه ټولئ دالدار له

دغه" نوے جام" او "بل عاشق" ددغه تسلسل دوه بليغ علامتونه دي ـ خو د نظم دوه اخري مصرې په کومو چې د نظم اختتام شوى دى ، دکتو دي
                     مُلا بې سُره سروره،تش کنډول د مـــــــرګي يوړۀ
                    خاورې خاورو لره لاړې،کنده اوکنئ دې خوار له
د نظم په دې اختتامي مصرو کښې غني خان مونږ د يو بل قسم له ژوند سره متعارف کوي ،چې هغه "تش کنډول" دى او مرګ په حقيقي معنو کښې د دغسې ژوند د اختتام پېغام دى ،دا ژوند ابديت نۀ لري،ځکه چې د اعلى مقاصدو نه محروم دى او شاعرډېر په حقارت سره د دغې ژوند د اختتام د پاره د قبر په ځائ د "کندې" ټکى استعمال کړى دى ـ د "ملا" ټکى دغني خان دقاري دپاره نوى نه دى ـ دمُلا کردار دهغۀ په نزد دهغه زهر قاتل دى چې په معاشره کښې د ژوند د اعلى اقدارو ،مقاصدو او د انسانيت د تکميل په لاره کښې لوي خنډ دى ـ دغه کردار مذهبي منافقت لوي علامت دى چې د مذهب اصل مقصد معنى او روح د عوام الناس نه پټوي او بل خوا د فتوو په برکت د حکمرانۍ او استحصال کوونکي طبقې مټې مضبوطوي  او بل خو يو داسې نسل پيدا کوي چې  ذهني مفلوج وي او دخپل عقل او شعور نه کار اخستل ګناه کبيره ګڼي ـ

                                                                  نور بيا...............