غزل

له ناکامــــــــــــــــــه د محفله سره خاندو
خپله ژاړو خو د بله سره خــــــــــــــــاندو

څو کسان راته په زړونو کې پسخیږي
زه او یار چــــــــــــې کله کله سره خاندو

یو مو ډول،یو مو اتڼ ،یوه مو ټپه ده
د باګرامه تر کـــــــــــــــــابله سره خاندو

پرونی سلوک ېې هم رانه هېر نه دی
نــــــــــــــــــن به ولې د مغُله سره خاندو

باوري یو په راتلو د یار ګـــــــــــوهره!
منتظر یو او د ګُـــــــــــــــله سره خاندو
ګوهر وزیر  بنو