نظم
تاته یاد دی هغه وخت؟
هغه لمحې
چې ما به بوټي نالول
تا به اوبه راچلولې
د سحر نه تر غرمې او د غرمې نه
تر ماښامه
چې به ستړي او ستومانه کور ته راغلو
ما به خپلې وچې ګوتې تاندولې
په اوبو به مې وینځلې
تا به خپلې لمدې زلفې وچولې
په څادر به دې مخښلې
د خشکۍ او د ترۍ
ددې بې مثله اتحاد نه
ددې ښکلي امتزاج نه
نن په هغه وچه زمکه ،څومره شنه بوټي زرغون دي
لورې،دنګې،ګُورې ونې دي ولاړې
او د هرې ونې سېوری
لکه سیوری د یو پلار د لوړ قامت وي
هره څانګه
لکه غېږ د یوې مور د محبت وي
او دا غېږ
مونږ ته نعرې وهي چې راشﺉ
هلې هلې په دې یخ سیوري دمه شﺉ
په دې غېږه کې للې للو اوده شﺉ
خپلو تېرو ،هغو هېرو
نازولو زمانو ته راستانه شﺉ
قېصر اپریدي کراچۍ