د سوات د پيښې ذمه وار څوک دى؟
مصویر قریشي
د سوات پۀ ناقراره سيمه کښې تيره ورځ مقامى طالبانو يوه زنانه د سلګونو خلقو پۀ وړاندې پۀ کوړو ووهله، ددې پيښې سمدستى کومه چې بيلا بيلو ټى وى چينلونو بيا بيا ښودله پۀ عامو سيمو کښې خلق د تشويش سره مخ کړل او پۀ ګڼو ښاريو کښې پرې سخت احتجاج وشو.
د طالبانو وياند حاجى مسلم ددې پيښې پۀ حقله وئيلى دى چې دا پيښه اوسنۍ نۀ ده بلکې دا د صوبائى حکومت سره د لوظنامې نه وړاندې پيښه ده دا ويډيو چې هر چا خپره کړې ده ددې يوازې مقصد د سوات امن معاهده خرابول دى.
ددې پيښې چې هر څومره غندنه وشى دا به کمه وى ځکه چې نۀ خو د داسې کارونو اجازه اسلام چا ته ورکوى او نۀ انسانى حقونه بلکې د انسان دښمنو او اسلام دښمنو قوتونو د ډير وخت نه دا خواهش دے او دا ئې مقصد دے چې نۀ يوازې اسلام بدنام کړى بلکې د پښتنو د بدنامۍ لپاره پۀ تسلسل سره د ميډيا پۀ ذريعه افواګانې خورې کړى او نړۍ ته دا وښائى چې پښتون يو وحشى قوم دے.
د پښتون خلاف سازش څۀ اوسنے نۀ دے بلکې د ډير وخت نه دا سازش شروع شو ےدے.
زمونږ پۀ سيمو کښې چې دا "طالبيت" چا شروع کړے دے، يوازې او يوازې د پښتون د بربادۍ لپاره شروع کړے شوے دے، دغه حق نۀ غواړى چې د پښتون تاريخ پۀ تاريخ پاتې شى او پښتون يو باسواده، باشعوره، او يو ترقيافته قوم جوړ شى.
د سوات دا اوسنۍ پيښه هم پښتون طالب نۀ ده کړې او نۀ پښتون طالب د خپلو خويندو، ميندو بدنامى کولے شى او نۀ ئې سر تورولے شى بلکې دغه څو فساديان چې کۀ غرب دے او کۀ پنجابے د پښتون او اسلام دښمن دے او نۀ يوازې اسلام بلکې پښتون بدنامول غواړى.
کۀ چرې دغو خلقو کوم چې اصل فساديان دى دا د زنانه پۀ کوړو وهل او بيا ميډيا کښې خپرول شريعت ګڼى نو دا سراسر د شريعت خلاف کار دے ځکه چې پۀ شريعت کښې چې د زنا لپاره کومه سزا ده او کوم شرطونه دى پۀ هغوى کښې دوى يو هم نۀ شى پوره کولے، بلکې ددغې سزا واک او اجازه دوى ته د شريعت مطابق نۀ ده حاصله ځکه چې پۀ شريعت کښې د سزا او جزا عمل او واک يوازې او يوازې دولت ته حاصل دے، نۀ چې يو څوکسان راپاڅى او دشريعت پۀ نوم چا ته سزا او چا ته جزا ورکوى.
کۀ چرې دغه څو ټيکداران دا وائى چې مونږ د معاشرې نه دبدۍ جرړې ختموؤ نو ددې لپاره هم دوى ته دا اجازت نشته چې قانون پۀ لاس کښې واخلى او خپل خودساخته نظام پۀ عام اولس د ټوپک پۀ زور ومنى.
دغه څو کسان دا خو وائى چې مونږ د اسلام خدمت کوؤ خو ولې دوى پۀ اصل کښې د اسلام جرړې ختمول غواړى، د دوى دلاسه چې اسلام او پښتون ته څومره نقصان ورسيدو او لا پسې رسيږى شايد کۀ پۀ سلو کالو کښې هم دا نقصان پوره شى.
زمونږ پښتون هم ډير ناپوهه دے چې د شريعت او اسلام پۀ نوم ئې دغو څو بهرنى کسان دوکه کوى او د هغوى پۀ لاسونو کښې لکه د ګوډاګى لوبيږى.
بايد دوى پوهه شى چې دغه بهرنى ترهه ګر زمونږ دوستان نۀ بلکې ازلى دښمنان دى او زمونږ مذهب، کلتور، اقتصاد او هر څۀ مو بدنامول او ختمول غواړى مونږ ته پکار دى چې د داسې خلقو خلاف جهاد پيل کړو او د دوى دسيسې ناکامې کړو ګنې دوى به (خدائے دې نۀ کړى) زمونږ هر څۀ تالا ترغه کړى او د شريعت او اسلام پۀ نوم به زمونږ خويندې، ميندې دغسې رانيسى، تورونه به پرې لګوى او سر عام به سزا ورکوى.
پۀ دې کښې د مرکزى حکومت هم ا هم کردار دے بايد مرکزى حکومت او نور سازشى قوتونه نور مونږ پۀ قراره پريږدى، زمونږ پۀ عزت او ناموس پسې دې خنداګانې پريږدى، زمونږ د خويندو، ميندو، بچو او بزرګانو پۀ قتل عام دې نوره خاموشى ماته کړى، زمونږ حجرې، جوماتونه او مدرسې دې نورې بچ کړى او زما د ګل ورينې سيمې نه دې نور د ټوپک او بارودو دا د اور او و ينې لوبه ختمه کړے شى.