څه عجیبه سړی یم؟

 

څه عجیبه سړی یم؟
پردی ټوپک مې په اوږه ایښی دی
هسکه غړۍ د جنګ مېدان ته ورځم
د ځان په ضد ودریږم

څه عجیبه سړی یم
تېره چاړه مې په مرۍ ښخیږي
په خپله خاوره پردی جنګ ګټمه
دواړه لاسونه مې دي سره په وینو
قاتل هم زه یمه،مقتول هم زه یم

څه عجیبه سړی یم
په ګوډه پښه او په دې مات لاسونو
مېدان ته وځمه اتڼ اچوم
د ژوند سندرې وایم
ځان په زندان کې هم ازاد ګڼمه

څه عجیبه سړی یم
وصال مومند کراچۍ