غوره ادب
نورمحمد سعید
دهرې ټولنې آدب دهغې اجتماع دټولنیز شعور انځور بللی شو.دآدب په هنداره کي دټولني دفکري سیاسي اقتصادي او اخلاقي قدرونو واضح انځور لیدل کیږي.نو په دې اساس که غواړو دخپلي اجتماع غوره انځور دنورو مخ ته کیږدو په کار ده غوره او بامقصده آدب وړاندي کړو.باید داسي لیکنې خپلې ټولنې ته وړاندي کړو چې دیوه نیک نصب العین په ټاکلو کي مرسته وکړي .باید خپل لوستونکي دخیال پلاونو په ځای له واقعیت سره اشنا کړو.جبر او ناخوالي وروپيژنو او په ژوند کي له راتلونکو ستونزو سره یې مقابلې ته چمتو کړو.موږ دفتنو په عصرکي ژوندي یو له بې شمیره داسي ستونزو سره مخ یوچې یوه یې تر بلې سخته ده جګړې سیاسي کړکیچونه لوږه اقتصادي بحرانونه داوبو نیشتوالی دچاپیریال ککړتیا اوداسي نورې بې شمیره ستونزې شته چې بوږنونکي دي .که موږ دا ټول مسائل شاته وغورځوو او داسي وګڼو چې ګواکي داد شاعر او ادیب مسائل نه دي نو لهذا موږ دخیر په غونډۍ ناست یو دا به هم له آدب او هم له خپلي ټولني سره ستره جفا وي.
نړیوال په ډیره چټکتیا یوه بل ته نزدې کیږي وسایل ورځ په ورځ واټنونه له مینځه وړي او همدغه نزدې والی ددې لامل ده چې خلک دیوه او بل له مسائلو متاثر کیږي او دې ته اړوزي چې په شریکه دغمیزو مخه ونیسي.زموږ ټولنه که له یوې خوا دمفلسۍ له بلا سره لاس او ګریوان ده نو له بلي خوا دبي سوادۍ دسرپه زینه کي ولاړه ده په دغسي شرایطو کله کله داسي هم شوي او کیږي چې په لوي لاس راباندي فکري او کلتوري یرغلونه شوي.تیارو اوبي لارۍ ته کش شوي یو خو د تل په څیر نن هم تر هرچا زیات مسيولیت دلیکوال په غاړه ده چې خلک خیر ته وبولي له خپل ځلاند پرون نه یې خبر کړي او دصبا مشکلاتو ته یې چمتو کړي.دژوند په معنوي خوږو خبرول دسائنس کار نه ده بلکه دآدب کارده.دا آدب ده چې دبشري قدرونو پالنه کوي .همدغه آدب ده چې دراتلونکي وخت خلکو ته په دنن دخلکو دویاند په څیر پاتي کیږي.او زموږ دښو او بدو نکلونه به ورته کوي.غوره آدب هم دنن خلکو ته دا صلاحیت ور په برخه کوی چې خپل ورځنی ژوند په ښه توګه پر مخ بوځی او هم په راتلونکي ته ښې خاطرې له ځانه سره وړي.ښه آدب عام سړی ژبورکړي داسي چې په جار ښو ته ښه او بدو ته بد وایې.دټولنی لپاره د تګلاري په ټاکنه کي دآدب ونډه بې کچې ستره ده خو که لیکوال په خپله بې لاري وي او دیوه صالح فکر اوقاطع موقف څښتن نه وي بیا نو یا خو دنورو په زوږ کي خپل اواز له لاسه ورکړي او یا بیا په شعوري او یا غیر شعوري ډول دکومې مکروه مفکورې تر اثر لاندی ټول عمر دآدب په نوم دچټیاتو انبارونه جوړوی.
که دلیکوال مسيولیت داده چې سپین رښتیا ولیکي رډه خبر وکړي حقائق راڅرګند کړي هغه څه ولیکي چې دوخت غوښتنه وي نو باید داهم په یاد ولروچې دیوه لاس ټک نه خیژي لیکوال هم بشر ده او خیټه او سر دواړه ورپوري دي باید ټولنه هم دخپل مسئولیت احساس ولري.په کومو
ټولنو کي چې خلک له خپلو وږیو او ترهیدلو لیکوالانو دمسائلو دحل لاری چاري غواړی هغه عبس خوبونه ویني بلکه دهغو ټولنو برخه لیک تاریخ په ډیره بي رحمي ټاکي.ددې مطلب دا نه ده چې لیکوال دي دسوال ټکړو ته ناست وي یا دي هر کس او ناکس دځینو پخوانیو درباري شاعرانو په څیر له مبالغې ډکي قصیدې لیکي او دوخت حکومتونه دي په انعام کي اشرفۍ او غجرۍ ورکوي خو دومره باید وشي چې شرایط دې ته مساعد وګرزي تر څو هر څوک دخپلي هغې لیکني په بدل کي چې ټولني ته ځیني خیر رسیږي نه یوازي شاباسی بلکه مالي ګټه هم ترلاسه کړي .او که عام وګړي دچا لیکوال لیکنه خوښوي نو باید دغه څوک پرته له کومي ویري ترهي په خلاص مټ او اسوده ذهن لیکلو ته آزاد وي.