غزل
د ژوند پېغور څنګه وي پوهه مې کړه
یاره غمخور  څنګه وي پوهه مې کړه

یک و تنها خو د رڼا علامت
یاره نور تور څنګه وي پوهه مې کړه

بلبل ،فریاد ازغي ارغي رقیبان
یاره  د ا شور څنګه وي پوهه مې کړه

ستوري،سپوږمۍ ګل و سنبل همرکاب
یاره شهزور  څنګه وي پوهه مې کړه

سکڼې ماښام سېلونه ځالو ته ځي
یاره خپل کور  څنګه وي پوهه مې کړه


دغه د شمار شپې مې و نه شمارلې
یاره چې ګور  څنګه وي پوهه مې کړه


درد د تېرو یوه نامه بلوم
یاره ټکور  څنګه وي پوهه مې کړه


وایې چې هلته په ویالو بهیږي
یاره مېخور څنګه وي پوهه مې کړه


غم خوشالي سم د یو بل قاتلان
یاره خور ورور څنګه وي پوهه مې کړه


د رڼاګانو ښار کې شپه نه راځي
یاره شب کور څنګه وي پوهه مې کړه


د ژوندانه زهر کمی نه کوي
یاره دا پور  څنګه وي پوهه مې کړه

امان اپریدی کراچۍ