سوات پښتو ادبی ګلونه کراچې (لنډا پیژنګلوی)
امجدعلی سورج
سوونه کلو نه دمخه کله چې دنړۍ مشهور سېلګری ابن بطوطه د نړۍ په سېل بوخت ؤ،نو یوه ورځ د دېبل په نامه یوې سېمی ته هم سفر کړوـ ابن بطوطه ددغې سېمی (دېبل )په اړه یو زړه پورې انکشاف دا وکړو اوسنۍ موجوده وچه د سمندری خټونه جوړه شوی او په وجود کې راغلی ده ـ اوسنۍ تحقیق هم د ابن بطوطه په دغه انکشاف د ریښتنولۍ ټاپه لګوی ـ
دابن بطوطه په وینا د سمندری خټو نه جوړه شوی دېبل اوس دېبل نه بلکې "کراچۍ "نومیږی ـ اوسنۍ کراچۍ دیوې سترې بندرګا ه په برکت د څه پېژندګلوی محتاجه نه ده ـ دنړۍ دمیګاسیټیز په قطار کې ولاړ دغه ښار د بلها خواریو،مزدوریو ،کاروبارونو او نوکریانو څخه پور مامور دی او چې دکله راهسی دلته دمزدورۍ زمینه برابره شوی نو دهیواد دګُټ ګُټ نه خلق د روزګار د لټون په موخه دلته راکوچیدلی دي -په دغو راغلو خلقو او کورنیو کې یو لوی شمیر دپښتو ژبی ویونکو هم دی ، چې دیوې تخمینی له مخې یې شمیر نزدی پنځلس لکو ته رسیږی - دپښتنو په یوه ښار ددومره شمیر له کبله کراچۍ په نړۍ کې دپښتنو لوی ښار ګڼلی شی -
د پښتنو دغه ستر ښار کې پښتنو مېندو ډاکټران،انجینران،سیاستوال،شاعران ،ادیبان او دژوند هرې شعبې سره تعلق لرونکي بچي زیږولي دي ـ
زه په خپل دی لیک کې دپښتنو شاعرانو او ادیبانو دیوې ټولنې "سوات پښتو ادبی ګلونه" پېژندګلوی د "کراچۍ بلوګ" لوستونکو سره دکولو هڅه کوم - سوات پښتو ادبی ګلونه کراچۍ په کال 2003م کې دجنورۍ په نیمای کې د ابراهم مداخېل په مشرۍ کې وجود کې راغله چې امجدعلی سورج،حبیب الله همدرد،عزیزالله غالب،سیداحمدګل ،اکبرشاه خاورین او نور احمد باچا سربیره په دغه ټولنه کې زرجان مداخېل،غنی ملنګ،سیدخان سید،سیدجمال لوهار،امیر محمدسلطان،شوکت علی شوکت،ریاض موسی خېل،سراج ګل ظهیر،عبدالله عابد او رحمان ګل قدردان هم په دغه ټولنه کې ګډون درلودـ
سوات پښتوادبی ګلونه دجوړیدو نېټې راهسی تنقیدی غونډی ښه په تسلسل سره کوی - ددی نه علاوه د دغه ټولنی له خوا دکراچۍ ملګرو شاعرانو ،ادیبانو له پاره د ایوارډونو یوه سلسله هم شورو کړی ده چې تراوسه ې دری ځله په دغه سلسله کې لمړی ځل په کال 2004 م کې طاهراپریدی،ساګر تنقیدی،شاولی خان سیدوال،حبیب الله همدردته ایوارډونه او یادګاری شیلډونه یې اکبرشاه خاورین ته ورکړي دي - په کال 2006م کې رضاخان ناتار،ریاض تسنیم،سیدرحمان عرفان،فضل خالق غمګین،رحمان بونیری ،سید احمدګل ګل او یادګاری شیلډونه یې غزیزغالب اونور احمد باچا ته ورکړي دي -
په 2007م کې بله ایوارډیز تقریب کې الطاف ګل ګل،باچاحسین شاکر،محمدخان عندلیب،حسرت بونیری،زرجان مداخېل،احسان الله فاروقی،سراج ګل ظهیر او یادګار ی شیلډونه ریاض موسی خېل،امجدسورج ،ارشدخان سنګر،سیدمحمدخان درویش ته ورکړي دي ـ
دمذکوره جرګې دمشر او ټولو ملګرو په مشوره اوس هر کال دغه ایوارډونه د کال شاهکار او معیار ی کتاب ته د ورکول کیدو پریکړه شوی ده ـ سوات پښتو ادبی ګلونه کراچۍ قاضی ګل رحمان شهاب ،غمګین معیاری او چشمان موسی خیل په څېر میلمنو ملګرو دهرکلی په موخه په بېلو بېلو موقعو د ادبی ماښامونو تابیا هم کړی ده او هر کال دکراچۍ ادبی ملګرو لپاره د روژی په میاشت کې یو ادبی افطار پارټی هم ترتیبوی ـ سوات پښتو ادبی ګلونه کراچۍ د اکبرشاه خاورین دکتاب خوب د ازغو په څوکو چاپ کړی دی - ددی سربیره د امجدعلی سورج رپورتاژ بیابه زه مردان ته ځم ،دنوراحمد پاچا لالونه په ایروکې او د امیر محمدسلطان ړومبۍ څیره چاپ ته تیار کتابونه دي -
ددې جرګې اوسنی صدر حبیب الله همدرد دی او شریف کنډروال،ریاض ساحل،شوکت ګلزار،او جهان علی تمنا جرګه کې شامل شوی نوی ملګري دي ـ