غـــــزل

ســـــبارُو به داسمان کوی سېلونه
او دی زړه په زمکه ولیدل خوبونه


سبارُو  به د ځوانۍ په خوب وُده وی
او دا تږی  زړه به وکړی دیدنونه

سبارُوبه په صدیو کې یوه ورځ وی
او په دغه وخت به وخت کوی نازونه

سبارُوبه حال د زړه دهجـــــــــر وای
او ورو ورو به تیرې ورځی کړی ویرونه

سبارُوبه شهزادګۍ وی په داستان کې
او چاپیره به ګډیږی کـــــــردارونه

                   ق
سبارُوبه لکه شهد راڅڅیږی
او له خلقو به تیریږی جنتونه

سبارُوبه لکه سپینی مټې پړق کړی
او ړانده خلق به راوړی بینا زړونه

سبارُوبه مشک په دواړه لاسه نولی
او چاپیره به فضــــــــا وهی موجونه

سبارُوبه د مسکا ګنجونه ویــــــشی
او دا سره ګلاب به ټک وهی لاسونه

سبارُوبه تور ګټان زلفی پرانیزی
او چاپیره بـــــــــه وریږی بارانونه

 سبارُوبه کجاوه کې لونګ پاشی
او دا دشتی به په ځان کوی نازونه

سبارُوبه د غـــــزل مصرې کړي پورته
او جوټې به خوری دا غرونه اوسیندونه

                    ق
سبارُو به وای یــــــو زړه مې پکار دی
او ټول ښار به په تَلو کې راوړی زړونه

سبارُو بـــــــه د بوډۍ په ټال کې زانګی
او ټول ښار به په ځان وشیندی رنګونه

سبارُو به نظـــــــــــــر کړی په ملنګانو
او چاپیره به وي سترګې کچکولونه

سبارُو به اشـــــارې کړي  لیونو ته
او دا روغ به په سر ونولی ریګونه

سبارُو به نظر کړی په مــــــــسافرو
او دی خلقو نه هیر شی خپل کورونه

سبارُو به فېض د ژوند دلارو عام کړی
او دا مرګ به روزانه مروړی لاسونه

سبارُو به خواهشونه وي تـــــــــسنیمه
 سبارُوبه وي  په خوب پسی خوبونه

               ریاض تسنیم کراچۍ