غــــــــــــــزل

                          وصال مومند کراچۍ

زه ښه خبر وم چې خبره زمــــــــــــــــا سر له راځی
دا د بنګړیو شور،په نېمه شپه چې ور له راځی

سړی که خوند آخلی ،دکومی تماشې یې واخلی
نه څوک په بام راخیژی،نه اوس څوک ګودر له راځی

رقیب که هر څومره جانان له ما خوا بدی ساتی
دغه تور مار به آخر هم د    کرښی  سر له راځی

څوک چې په حال مې خبر نه دي ،خبرمې اخلی
څوک چې په حال مې دي خبر ،کله خبر له راځی

پېغلې دسترګو کټوری کړه رانسکور په سینه
ویل یې دعُمر مــــــــــــــسافر کله اختر له راځی

سړی که ؤځی  ستا له مخ او زلفو چېرته اوځی
خو یا به سیوری له راځــــــــی او یا به لمر راځی

شوګیرې ټولې  دوصال   تر خوبه    ورسیدی
سپوږمۍ لا هغه شانې اوس هم دبام سر له راځی