غـــــــــزل
حسرت بونیری
څوک چې هم د چا له نظر پرېوځی
داسې شوه چې خاورې ئ پۀ سر پرېوځی
بيا پۀ ټوله لاره ځنګېدلی ځی
زړۀ ته چې د سترګو اثر پرېوځی
مونږ که يو قدم اؤ يو اواز شولو
بيا خو به دا نمر د جبر پرېوځی
را شی می د زړۀ پۀ مازېګر تيارې
ستا د رخسارونو چې نمر پرېوځی
ما که غلامۍ ته سجده اوکړه
بيا دې پۀ تندی مې تندر پرېوځی
راغې ابراهيم تماشه جوړه شوه
اوس خو به بتان د ازر پرېوځی
خدايه که قامی وحدت مو نۀ راځی
بيا خو دې دا شمس ، قمر پرېوځی
پوې به د الفت پ ۀ خوږو هله شې
زړۀ چې دې د عشق د کمر پرېوځی
تا چې د حسرت سره يو ځائ وينی
مخ سپوږمۍ ښکاره کړی خو زر پرېوځی