زړونه  پۀ  چاؤدنه  چوى
                                     طـــــــــــــاهراپـــــــــریدی
 
    هغۀ غسل خانې کښې لمبلو نه پس نوی سوټ واغوستو اوکمرې ته  بهر راؤوتو اوکمره کښې جوړې المارۍ نه ئې دفرانسيسى پرفيوم اسپرۍ راواخستله او پۀ سينه  او دواړو اوږو ئې  يو "پش" ؤکړواو د ګراج نه ئې نوی او ډېر ښکلی موټر راؤوېستو ـ دغه موټر هغۀ اوس اوس اخستی وۀ ـ ددې نوى او ښکلى موټر دپاره دومره ډېرې روپۍ چرته نه راغلې وې؟ نو دهغۀ خپل خيال او نظريه دا وه چې څوک دولت ګټل غواړى نو هغه ډېر سوچونه نۀ کوى ـ  هغۀ موټردکورددروازې نه هم بهرراؤوېستواودموټردکيڼ اړخ دروازه ئې خپل خيالى اوتصوراتى ملګرى  ته بېرته کړه ـــ دغه خيالى اوتصوراتى ملګری د هغۀ يو داسې ملګرې وۀ چې نۀ هغۀ ته مجسم ښکارېدۀ اونۀ بل چا ته پۀ دنظرراتلوـ خو عجيبه خبره وه چې دا ملګری به  لکه دسېورى هر وخت هغۀ سره وۀ ـ او دغه هر وخت ملګرتيا کښې به کله چې هغه دکار روزګار نه فارغ شو نو به دغه ملګری ورسره خبرو ته ايله اوزګار شوـ خو دغه وخت به هغه د خوب جادوګرې پۀ خپله غېږه کښې واخستو او دملګرى خبرو ته به ئې نۀ پرېښودو ـــ هغۀ دملګرى دناستې نه پس پۀ پاسنۍ شيشه کښې پۀ دويم ځل خپل مخ څهرې ته ؤکتل او دخپلې سراپا جائزه ئې واخستله ــ دتندى دپاسه ئې راکاږۀ وېښتۀ پۀ يولاس سم کړل اودقميص غاړه ئې پۀ دوؤ ګوتو برابره کړه اوموټر ئې دکوڅې نه دلوئې سړک پۀ لور دومره پۀ تېزۍ اوچت کړو چې ددې نوى نوزى موټر دپايو نه شين لوګی پورته شو اودې څلورو واړو پايو يوه داسې فريادى چغه ؤکړه لکه چرته چاؤدنه کښې يوپښې لاس پرېکړے چې کړيکه وکړى ــ                                                                                    
 "دا تاته چا ؤئېلى دى چې دحرامې ګټې برکت نۀ وى او دظالم يا دبل پۀ وينو ګټه کوؤنکى سکون وقرار ورک وى؟"دهغۀ پۀ ژبه دماضى دنېستمن وخت تريخ ياد يواواز جوړ شو او هغۀ دماضىددغه ياد خبره خپل څنګ ته ناست ملګرى ته ؤکړه ـ ـ                                                                                                        
 " که  ما هغه وخت  هغه  منصوبه نۀ وه جوړه کړې او ما خپل ذهن نه کار نۀ وی اخستی او دجائز ناجائز، دحلال حرام پۀ خوشى چکرکښې پرېوتی وی نو نن به زما دغه مزې چرچې نۀ وی ــ،، هغۀ يو ځل بيا ملګرى ته مخ واړولو او يوه سترګه ئې پۀ شرارتى انداز کښې ګوډه کړه ــ او کنه ښۀ وايم داسې کارونو ته عقل،ذهن او زړۀ پکار وى "خوملګرى ئې هيڅ جواب ورنکړو ــ                     
 اوهغۀدموټردټېپ يوبټن تاؤکړواوده خپلې خوښې سندرې پۀ اورېدو ئې وروځې اوچتې کړې او سر ئې دموسيقۍ پۀ سازاواواز رو روخوځولو ــ " وائى چې هرکس ته قدرت پۀ ژوندکښې يو يوه موقع خامخا ورکوى ـ خو څوک دعقل نه پاک وى،څوک پوهه نشى،څوک دحلال حرام اوجائز ناجائز پۀ چکر کښې پرېوځى اوڅوک لکه زما دعقل ذهن نه کار واخلى اودغه موقعه راټينګه کړى اوبيا ټول عمرعېش ، مزې کوى ــ که زۀ هغه وخت دجائز ناجائز اوګومګوپۀ چکرکښې پرېوتی وی نو نن بۀ دغه ارت لوئې کور دغه نوی  ښکلی موټراودغه ډيرکاروبار، جائداداو دغه سهولتونه هيڅ نۀ وو اوزما ژوند بۀ هم دهغه مخا مخ خوار وزبون مزدور نه کم نۀ وۀ "هغۀ څنګ ته تصوراتى ملګرى ته خبره وکړه ـ  خو ملګری ئې دنورکله غوندې غلی چپ ناست وۀ ــ                                             
  "زۀ ښۀ پوهېږم چې تۀ به دشپې دخوب پۀ وخت  زما تنګولو دپاره زما  ددې ټولو خبرويو يوجواب به پۀ دليل سره راکوې ـ او زما دکار عمل مخالفت به کوې ـ  خو زۀ بيا هم ستا سره يارانه کوم اوتا سره ملګرتيا لرم واقعى زۀ کم عقل يم " هغۀ لکه دملګرى د هغې خبرې تائيد کړے وى کومه چې هغۀ لا کړې هم نۀ وه هغۀ دموټر دپايو لاندې تخښتېدونکى تورتارکولى سړک ته داسې شان کتل لکه هغه پۀ خپل عقل،ذهانت اوهوښيارې باندې ډېرنازفخراوغرور کوى ــــ اودا ضميردڅۀ بلا نوم دی ـ" هغۀ ملګرى ته داسې رنګ نېغ ؤکتل لکه پۀ هغۀ دطنزدکاڼى ګزارکوى ــ " زۀ ضميراول خودسره هډومنم نا ـ دايوتش خيالى شی دی چې هيڅ وجود نۀ لرى لکه څۀ رنګ چې ته هيڅ وجود نۀ لرې ـــ             
        اوکه فرض کړوڅۀ شی وى نوهم دا به دهغوخلقوزړونوکښې وى چې نۀ عقل لرى، نۀ پوهه لرى، نۀ موقع شناسى پېژنى او نۀ ورکښې همت اوډاډ وى ـ زۀ دداسې فرضى شىپۀ زور غندنه کؤم" هغۀ دا ځل ملګرى ته ؤنۀ کتل او خپله خبره ئې سر ته ؤرسوله ـــــ کوم وخت چې هغۀ ته څۀ ډېرو سرو شنونوټونو بنډلونه  ورکړی  شوى وويا پۀ لاس ورغلى وونودهم هغه وخت دا دهغۀ عادت جوړ شوے وۀ چې هغۀ به ددې خيالى اوتصوراتى ملګرى سره څۀ ډېرې ښکاره او پټې خبرې کولې اودا به ئې کوشش وۀ چې هغه خپل دغه خيالى ملګری پۀ دليلونو پۀ ثبوتونو پړکړى اوهغه لاجوابه کړى ـ خودهغۀ ملګری به دهغۀ ډېرو دليلونو ثبوتونوپۀ جواب کښې يورپ قدرې هم نۀ کولوـ خوهرکله به چې هغه دماسخوتن  پۀ کټ څملاستونودغه پۀ نظرنۀ راتلونکی ملګری به ئې لکه رابېدار شوی وى ـ او چې هغه به دملګرى پۀ خبرو لاجوابه شونو اخرى خبره به ئې ورته دا ؤکړه چېْ "اشنا! چې چا موقع ؤبائيلله نو هغۀ ژوند ؤبائيلواو چې چا ژوند ؤبائيلونوهغۀ ته بيا دژوند هيڅ حق نشته ـ" او دې سره به ئې يو لوئې ارګمی ؤکړواو مخ به ئې دملګرى نه پۀ بله واړولو ـــــ  هغۀ دلوئې څلورمخى دبرقى سګنل دسرې اشارې سره موټرکيڼ اړخ ته دومره پۀ زوره او تېزۍ تاؤکړو چې دموټردڅلورو واړو پايو نه يو ځل بيا ژوبل غوندې فرياد پورته شو ــ اودهغۀ سترګې مخامخ لورته پورته شولې ـ اوهم دغه وخت دهغۀ ذهن کښې يوداسې درزشو چې که هغۀ د موټر اسټيرينګ کلک نۀ وې نيولےاو پۀ حواسوئې  داول نه قابونۀ وی لرلی نويوه لويه حادثه هم کېدلےشوه ـــ هغۀ موټر دسړک غاړې يو لورته ؤدرولواودسړک پۀ غاړه ولاړوګورولوړودنګو ونوته ئې حېران حېران ؤکتل ـــ هغۀ ته دسړک پۀ غاړه ولاړې ټولې ګورې اودګڼواوپۀشنوپاڼو ډکې ټولې ونې داسې بربنډې ؤښکارېدې لکه چا ناترسه ظالمانوترېنه دتکوشنو پاڼو ټولې جامې پۀ زوره وېستلې وى، يا دبارودو پۀ اور سوزولې شوې وى  ـــــ اوچې هغۀ دبربنډو ونو عريانى محسوس کړه نوسترګې ئې پۀ بله  واړولې ــ خوهلته يوبل منظر دهغۀ مخې ته شو ــ هلته هغۀ يوداسې کس ؤليدوچې دواړه لاسونه دواړه پښې او تن دپاسه سر ئې لکه چرته پۀ يوې چاؤدنه کښې الوتى وى اواوس پۀ وينو سره تشه تنه پۀ مخه زغلېدو  ورپسې يو بل کس هم پۀ هغه مخه زغلېدو ـ هغې کس خپل دواړه پرې کړى لاسونه دحالاتوپۀ نېزوټومبلى دچاباباپۀ مزارولاړو دجنډوپۀ شان اوچت راخستى وواوهغۀپۀدغه غوڅواوپۀنېزوټومبلولاسونوددوخت دظالمانو،دغرض دېوتاګانو خلاف احتجاجى چغې وهلې اوفرياد ئې کولو ــ يوبل دريم کس هم خپله پرېکړې شوې ژبه لاس کښې نيولې وه اوپۀ ماته خله اوپرېکړې ژبه ئې فرياد اواحتجاج کولو ـــ يوې ځوانې جانې ښځې دخپل اولنى بچې دوجود ټولې ټکړې پۀ دواړو منګلو کښې راټولې کړې وې اوچغې ئې وهلې ــــ  " زما تنکےماشوم بچی اوس هم ژوندی دی ـ هغه پۀ بم نۀ دی الوتی ـ هغه اودۀدی تاسو،يه خلقه تاسو راشئ او پۀ خپلوسترګوزما دايکى  يو بچى‌ ننداره ؤکړې راشئ زما بچی .. ."  دهغې ځوانې ښځې چې پۀ يومخ پۀ زوره زوره چغوژړا،نعرو حلق، مرۍ او ژبه اوچ او سپورشو نوداسمان سينه شلونکى غږ ژړائې تت اوبيا غلى شو ــ خوهم دغه وخت يوچا همدردغوندې کس ورته داوبو ډک ګلاس راوړواو دهغې تر شونډو پورې  ئې يوړوـ هغې ځوانې جانې ښځې دغه اوبۀ داسې پۀ يوغړت ؤڅښلې لکه دهاړ داوږدې ورځې پۀ سره غرمه ئې روژه ساتلې وى ـ اوچې حلق مرۍ ئې لږ تازه شونوزړونه چوؤنکې نعرې ئې بياجوړې کړې ـ" زما بچی،زمادګل پۀ شان ښائسته بچی مړنۀ دی ـ هغه شهيددی اوشهيد تل تر تله ژوندی  وى ـ زما بچی مړ نۀ دی  " کم عقلې او بېوقوفې ښځې هسې بې ځايه چغې  سورې څله وهې ــ ستابچی ژوندی دی که مړ دی اوکه شهيد دی ددې نه اوس څۀ فائده! اصل خبره دا ده چې  ستا دبچى دغوښو،هډوکواوسرو وينو قيمت بۀ څومره ادا کړی شوی وى اوڅومره به اخستی شوی وى ــ اواوس به ستا دبچى دټکړې ټکړې وجود به تاته څومره معاوضه درکولی کېږى " هغۀ دښځې نه مخ خپل ځنګ ته ناست ملګرى لورته واړولواو هغۀ ته ئې داسې شان ؤکتل لکه  ډېره دعقل خبره ئې هغه ملګرى  ته کړې وى ـــــ لږ ساعت دمې نه پس چې دهغۀ حواس قابوشونو موټر ئې بياروان کړو ــ " پنځوس زره،يو لکهه يا ددې نه هم زياتې؟ خونا ستا بچی ډېر ماشوم وۀ اودوخت حاکمان دومره وس نۀ لرى ــ  نوچې پنځوس زره درکړى نوهم شکر ؤباسه ـ غريبه ښځه ئې هسې دې هم دتپوس څوک نشته"   هغۀ ځان سره دهغې بورې مور دبچى دغوښو هډوکو تول پۀ سکوکښې دخودکلامۍ انداز کښې ؤکړوــ اوچې هغۀ موټر هغه لورته واړولو چرته چې دلوړې درجې اوترټولو نه زيات فيس اخستونکی ماډل اسکول وۀ اود هغۀ دواړوبچو پکښې سبق وئيلوـ نو هغۀ پۀ غوږونو واؤرېدل او پۀ سترګوئې ؤليدل چې دلوړوبلډنګونوپۀ اخوا دلوئې او ډېر مصروف سړک پۀ غاړه يودرز ؤشواو دې درز سره دسړک دلورى تورشنۀ اوخړ لوګى پورته شو ــ                                                                                  
 "يوه بله چاؤدنه،يو بل درز" دهغۀ پۀ شونډو نرې غوندې مسکا خوره شوه ــ      ـ" چې ددې چاؤدنې به څومره معاوضه ورکړې شوې وى ـ داخوډېرمصروف او ګڼ بازاراو سړک دى "   هغۀ ځان سره څنګ ته تصوراتى ملګرى سره يو ځل بيا پۀ سکوکښې حساب راواخستواودلوګو،ګردونو،لوخړودپولس اواسپتالونو  داېمبولنسونو نندارې دپاره هغۀ موټريوخوا ته ؤدرولوـ اودپورته کېدونکو ګردونو،لوګواولوخړو پۀ لورئې ؤکتل نو پۀ زړۀ کښې ئې څۀ شک غوندې راپورته شوـ

"دغه چاؤدنه چرته ..."                                                                                             
اوهم دغه ساعت دهغۀ موبائل يوسندريزه شان کړنګ ؤکړو

"هيلو" هغۀ موبائل غوږ ته نيولو سره ؤوې اودموټر دروازه ئې بېرته کړه اود موټر نه بهر راؤوتو ـ خو موبائل ئې دلاسه داسې پۀ هېبت پرېوتو چې زمکې ته رسېدو سره دوه ټوټې شو ــــــ

"دچا دزړۀ غوندې "  پۀ هغۀ يوداسې چکر راغلو چې پۀ سترګوئې هم توره تيارۀ جوړه شوله اوهغۀ داسې محسوس کړه لکه پۀ دې ښارکښې تراوسه پۀ ټولو چاؤدنو، درزونوکښې لاس پښې سرونه پرېکړى شوى ټول مړى اوټول ژوبل پۀ يوځائی راغلى وى اودهغۀ نه ګېر چاپېر ؤدرېدلى وى او دهغۀ نه دخپلوسرونو،لاسونو، پښو، ماتو ګوډو اندامونو، سورې  سورې غلبېل غلبېل سينواودخپلووران شو يو کورونو او دخپلو سرو وينو تاوان غواړى  ـــــ      هغه ددې انسانى بلا ګانو پۀ مېنځ کښې بېوسه ګېر پروت وۀ اوپۀ ډېرې بې وسۍ ئې هغه انسانى بلاګانوته کتل چې دهغۀ پۀ احساس يې نوکارې ښخولې ـ اوچې څۀ لاره ګودرورمعلوم نۀ شونوپۀ عاجزۍ ئې خپل دڅنګ ملګرى ته داسې ؤکتل لکه څۀ مرسته مدد تېرې نه غواړى  ــ خودهغۀ ملګری پۀ وړومبى ځل پۀ زوره زوره خندېدو ـ  بيالږ ساعت خندا پس ئې ملګرى پۀ سنجيده اوغمګينه لهجه کښې ؤوې "کاشکى تا پردى بچى هم دچا دزړۀ ټکړې ګڼلې و"

  "لکه ستا دی داسې ځان دی دبل چا" دا ځل چاؤدنه دهغې ماډل اسکول دننه شوې وه چرته چې دهغۀ بچو سبق ؤئيلوـــ                                                                                                                         
کراچۍ٠٧ ـــ ٠٧ـــ٢٩