ارمـــــــــــــان
کومه لوبه ده چې ما په ځان ونه کړه
کومه منډه ده چې ما نه ده وهلی
کومه هڅه ده چې ما به نه وی کړی
کوم کردار دی چې ما نه دی لوبولی
کوم یو غم دی چې ما زړه کې مېلمه نه کړو
ما دچا چا احسانونه په اوږو بار کړی نه دي
ما د چا ترخې خبرې په مازغو کې کړنګا نه کړی
ما د ژمی یخې شپې او د اوړی سرې غرمې
د وجود په تنها دشته
یک تنها دی تېری کړی
ما ملګری ازمایلی
ما دریم ګړی کینولی
زه خپلوانو یمه پریښی
ما پردی راخپل کړی
کوم یو سوال دی چې جواب یې ما حل نه کړو
کوم یو حکم دی چې ما نه دی منلی
زه ټیټ شویو ته راټیټ یم
ما دپنجو په سر هره دنګه ونه
راضبط کړی،راشاڼ کړی
ما ځان چا چا ته پړ نه کړو
ما ځان کوم کوم ځای مړ نه کړو
ددی یو ارمان لپاره
یو ارمان دی نه سر کیږی
او په بیابیا راټوکیږی
دغریب سړی ارمانه!
دغریب سړی ګریوانه!
ته به هر ځای مسخره یې
هم به دغه شان پاره یې
ماښام خټک کراچۍ