غزل
د غرونو لوېې سلسلې په کار دي
زلفې دې لنډې دي اوږدې په کار دي
جامه هغه چې سړی پټ وساتي
دې بعضې خلقو له جامې پکار دي
د خود توبه مې هډو خوښه نه ده
په بې خودۍ کې مې توبې په کار دي
د بې معنې سجدې نه څه جوړیږي
سجدې په کار دي خو سجدې په کار دي
زما وطن یې ځایې ته اورسوو
دې مشرانو له تمغې په کار دي
په دشمنۍ کې خړ سېلاب په کار دی
دیارانې اوبه رڼې په کار دي
د ورځې څوک د شپې خبرې نه کړي
د شپې خبرې خو د شپې په کار دي
ناصر امین بټخېله پښتونخوا
14.04.2009
- ظفرساپی کریمي
سیاست څه شی دی ؟
په انسانې ټولنه کښې دا رواج او دستور دې چې د فن متخصص دخپل فنې تخصص د بې کچه افادت له امله د ډېر درانه مقام او مراعاتو حقدار ګڼل کېږې د هغه مقام چې ټولنې ورته وضعه کړې وې . مثلا انسانې ژوند تر هر څه اهم دې د ډاکټر چې کم مقام او عزت دې هغه دده د منصب د افادت له امله دې چ...
14.04.2009
- ظفرساپی کریمي
زما برخه دتالا چمن په غېږ کي یوه تالا ترغه جونګړه په لرګو او خټو جوړه د ړي وړي خړه پړه لوټل شوي ځپل شوي څو یاران ستړي ستومانه لا تر اوسه مرور د ی هم له ځانه هم له مانه ډ ک د خپلو له ګیلو نه څو زاړه زاړه لیکونه په زاړه کتاب کي ایښي د یوچا دلاس ګلونه ژړه غونې خندا ګانې ډیرې اوښکې ډېر دردونه په تندي مي لاپراته دې دپردي هیواد ګردونه ژوندون دغه څه راکړي بس همدا ده زما برخه شیبه پس چې لمر تودیږي...