زما برخه
دتالا چمن په غېږ کي
یوه تالا ترغه جونګړه
په لرګو او خټو جوړه
د ړي وړي خړه پړه
لوټل شوي ځپل شوي
څو یاران ستړي ستومانه
لا تر اوسه مرور د ی
هم له ځانه هم له مانه
ډ ک د خپلو له ګیلو نه
څو زاړه زاړه لیکونه
په زاړه کتاب کي ایښي
د یوچا دلاس ګلونه
ژړه غونې خندا ګانې
ډیرې اوښکې ډېر دردونه
په تندي مي لاپراته دې
دپردي هیواد ګردونه
ژوندون دغه څه راکړي
بس همدا ده زما برخه
شیبه پس چې لمر تودیږي
زه به ورک شم لکه پرخه
نورمحمد سعید