غــــــــــزل
چي يوشان ئي وی ګفتاراوکرداردواړه
نه وی هيڅ هغوی ته خاراوخارداردواړه
دپښتو د رواياتو بيخ کنی ده
په يوه ژبه اقراراوانکاردواړه
قاضی اوې فيصله کښې خيال پکاردی
يوشان کله وی ناداراوباداردواړه
ځان ساته دژوند خشاک به دې ايره کړی
سوزول کوی انګاراوازار دواړه
انګريزان به ټول زمونږه کنډريان شی
که موخپل شواقتداراواختياردواړه
خپل عمل دلارې مل دی که پوهيږې
ځلانده دی پکښې دار او ديدار دواړه
په خبروميدان کله فتح کيږی
حوصله غواړی ګزاراوتلواردواړه
ای همدرده ښکاری باددخزان راغی
مړاوی مړاوی دی ګلزاراومالياردواړه
حبيب الله همدردکراچۍ