بِـــــاَیّءِ  ذَنبٍ قُتِلَت
     حیهات حیهات چې تورې ټوخلې دهغه یکه یو زوی او د پنځو خویندو یوازینۍ هیله  ګُورتلي ته ښکته کړه،بې رحمه یخنۍ ،د وریځوډک اسمان ،سړی هواګانی یقینا تورې ټوخلی ښه په اسانۍ سره ددغه کډوالو بچي  په اسانه زپلی شوـ‎
     هغه سوچ کولو او د ځانه سره یې وویل" ګل حبیبه !یو زوی دی ؤ هغه هم مړ شو،وړی دری نوری لوڼه دی هم په دغه مرض اخته دي،او ددې امکای شته چې دری واړه بیګا سباشي" 
ګل حببیب د خپلې پلنې سینی او غټ وجود له امله هر په"  پهلوان"  پیژنده ـ دپهلوان یکه یو زوی په مړینه فاتحی ته د راغلو میلمنو سره د ګاونډیانو ټولو خلکو لویو وړو توک لعنت ؤ او د  پهلوان مخ ـ
       هر چاویل پهلوان هسی  غټ شوی دی ،ولی لاس پښې نه خوزوی ـ ګوره یکه یو زوی یې د یخنۍ او تورې ټوخلی له لاسه په داسې مهال مړ شو چې د پهلوان سره یې ددرملو او علاج لپاره یو ه ټکه هم نه وه ـ
      چاویل داسې غټ وجود دی په بلا ولګی چې د سړی یکه زوی دی مری ،او پلار دی ورته په بټو بټو ګوری ـ ملا امام صېب ویل "  خدای تعالی فرمایی ته حرکت کوه زه برکت اچوم"   هغه مرۍ تازه کړه او بیا یې وویل " خو پهلوان ځان اچولی دی ،په کور کې د من سلوی په تمه دی"   ـ
      پهلوان دا هر څه اوریدل ، هغه دومره بې ضمیره نه ؤـ خواری مزدوری هغه ته غوږته دلاس  وروړلو په څیر اسان ښکاریدو ـ او آ دچا خبره هغه ته دپلار نه په میراث کې " بېلچه"  پاتی شوی وه ـ هغه په محنت یقین لرلو خو مالومه نه ده  چې هغه ولی دومره ټپ شوی ؤ چې د زوی د درملو لپاره ورسره چا پور هم نه کولو ـ
             پهلوان هر وخت دځانه سره فکر کولو چې باید یو کار وکړی چې دکور ګزاره  یې روانه شی -هغه په هر لوری نظر غورځوه  ـ هغه فکر کاوه چې که ملی اردو کې عسکر شی نو شاید انجام یې د   ایمل   په څیر وی،هغه په خپله پریکړه نظر ثانی وکړه او بیا به یې د ځانه سره وویل"  نه دبهرنیانو سره بېس( BASE )کې کار ښه دی ،معاش هم ښه لری ـ خو بیا به ورته مطیع الله  انجام  ورمخې ته شو ، دهغه پری شوی غوږونه ،راوتی سترګې ،خاپ خاپ اننګی , غو څ غوڅ وجود , په مړینه هم تړلی لاسونه او ورته د کټ په بازو ناسته ویرکونکی مورکۍ او خویندې وریاد شوی ـ
         پهلوان به چې خپلو ددغو کلیوالو انجام ته فکر وکړو نو غونې به یې راځیګ شو ،سترګې به یې ډکې شوی ـ خو ولږه عجیبه شی دی  او پښتون ته چې پېغور او ولږه یو شی نو بیا د پهلوان په څېر د پهلوانانو دماغ فلج کړی ـ ګل حبیب عرف پهلوان غوڅه پریکړه وکړه ،سر یې تلی کې واخیست ځکه چې هغه په زړه نوره دا خبره نشوه زغملی چې دده بچې دی دتور ټوخلې په مرض مری او هغه دی ورته په ټیقو ټیقو ګوری ـ
   " مرګ په نېټه دی،که سل کاله ژوندی یې  نو بیا به هم مری ګل حبیبه"  هغه ځان سره وویل ـ او پاڅیدو،بېلچه یې واخیسته ،په ستړو ستړو قدمونو د کوره ووت ، د ولایت په لور روان شوـ
ولایت کې هغه ته زر مالومه شوه چې د کونړ او کامدیش ترمینځ په سرک د بیا رغاونی کار روان دی ـ پهلوان بېلچه په اوږه هلته ورغی او د ساختمانی شرکت سره دنوم سبتولو روسته سمدست په کار وګومارل شو - پهلوان څو ورځی کار وکړو ـ او د څو ورځو تر کار وروسته هغه سره هغه څه وشول ،دکوم څه له ویرې چې هغه کور کې ناست ؤ او دهر چا پېغورونه یې اورید ل ـــ ‎
       پهلوان او دهغه سره دشپږو نورو مزدورانو جسدونه درې ورځی روسته دنزدی یو ځنګل څخه په داسی مهال ترلاسه شو چې هر لاش ته خپل سر په زړه دپاسه پروت ؤـ پهلوان خاموش و،هغه هیڅ نه اوریدل لنډا دا چې د هغې جسد هم لکه مخکی د نورو وژل شویو کسانو په څېر د پوزې ،غوږونو څخه محروم ؤـ دهغه پلنه سینه د بی شماره زخمونو څخه ډکه وه ـ او اوس هغه د یو بې نومه"  جنګ " یا"  جهاد"    "  مړې"  یا"  شهید"  ؤ -
      فکر کوم چې ډیرې لوستونکي به دغه لیک یوازې یوه فرضی افسانه بولی ـ خو نا ـ داسی بیخی نه ده ـ پهلوان زمونږ نزدی ملګری ؤ او هر وخت به دهغه ساده توب او مظبوط وجوداکثر زمونږ د ملګرو د ټوقو سبب جوړیدو -
        یقین وکړﺉ زما په خپل مرګ یقین راځی خو د پهلوان په مرګ نه ـ ځکه چې آ یو متل دی وای " فلانکی سړی ته د مرګ لار نشته"    دغه متل په پهلوان فټ راتلوـ
     زه چې کله هم ددغسی وژنو شالید ته ګورم نو زما په ذهن یو خیالی فلم وچلیږی ـ په فلم کې  بن لادن  دنړیوال سوداګریز مرکز نړونه د امریکې بډایه اقتصاد لپاره لویه ضربه ګڼی ـ او مخامخ ورته بُش دګونجې ګونجې مخ سره هغه ته ګوته خوزوی  او ورته "  وای بچ کیدای رانه نشی " ـ په فلم کې بُش د ایف بی اﺉ  ( FBI) کارکنانو ته هدایات ورکوی چې بن لادن مه وژنی او مه یې نیسۍ  خو هغې ته د سزا په توګه خپلې غوښی (دپهلوان په څېر خلکو غوښی )خُله کې ورکړی ـ او بیا غوښه په خُله  دغه عکس نړیوالو ته وښایې ـ نړیوال چې دغه انځور ووینی نو چغې به کړی چې ګورۍ  څومره وحشیان خلق دي ،خپلې غوښی خوری ـ
    دفلم ننداری ته ډیر خلق ناست دي چې پکې خلیلزاد،حکمتیار،ملاعمر،کرزی،حقانی اوقانونی دیوې او بلې    پرې    لپاره لاسونه پړقوی - یوه ډله نندارچیان په ولسی خلقو د بمبارۍ چغې وهی او بله ډله د مزدورانو دتښتونی او وژنی چغی وهی ـ لنډا دا چې ایټم بم این سټاین په امریکا کې جوړوی خو د تجربې لپاره پکې د هیروشیما او ناګاساکی ولس په جاپان کې دَل کیږی ـ
      داچې راروان وخت به د پهلوان دکونډی او یتمو لوڼو سره کوم ډول سلوک وکړی ، دا ځانله بحث دی ـ  خوـ زه فکر کوم قیامت به راشی،دمیزان تله به ولګی ،حساب کتاب به شورو شی ـ هر سړې به دخپل عمل سره راروان وي ـ ایمل،مطیع الله او پهلوان به هم خپل سرونه په لاس کې دحشر میدان  ته راروان وي ـ اواز به وشی  بِاَیّ ذَنبٍ قُتِلَت ـ او هلته به کره او کوټه مالومه شی ـ
خو پوښتنه داده ،او همدا پوښتنه ما ډیر زیات ازاره وی چې تر قیامته پوری به څومره نور ایملان ،څومره نور مطیع الله او څومره نور پهلوانان  ددغه ډول وژنو ښکار کیږی ____
                      »»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»