غــــــــــــــزل

لازمی نۀ ده چې وور پۀ سرو بڅرو سوزی
د حساس زړۀ تمام وطن پۀ دوه خبرو سوزی

د بې ننګۍ احساس به کله پښتنو ته کيږی
دلته  چمن   هلته  ځنګلې  د  نخترو  سوزی

د خان بنګله د ملا کور دواړه پۀ امن وامان
پۀ  خواوشا  ترېنه  جونګړې  د  ګجرو  سوزی

پۀ دې دوړجنه خاوره مونږه ګلستان اباد کړو
خدائ خبر ولي پرېکويان د سوداګرو سوزی

د  عالمی  سامراج  کوټلی  فائدو  پۀ  خاطر
د لر اؤ بر افغان پۀ زړونو پۀ ځيګرو  سوزی

نګاره څنګ به پښتانۀ يو ځائکيدو ته پرږدی
که يو ځائ کيږی نوتور مخ د ستمګروسوزی

                   نګار وزیر کراچۍ