دجرس ادبی جرګې پلاوی پښتون ملتپال ګوند ته په ټاکنو کې په بریالیتوب مبارکی وویله
دجرس ادبې جرګې نمايندګانو د عوامې نينل پارټۍ سند جنرل سيکر ټرى امين خټک ته په سند اسمبلۍ کښې پۀ نمائندګى امبارکى ورکړه
دجرس ادبى جر ګي غړو د فرورۍ په ٢٥ نيټه دوشنمبى پۀ ورځ کال ٢٠٠٨ پۀ با چاخان مر کز کرا چۍ کښې د عوامى نيشنل پارټۍ د صوبه سند جنرل سيکر ټرى ا مين خټک ته پۀ سند کښې پۀ دوه سيټونو د کاميابۍ امبارکى وړاندى کړه .( ياده دى وى چې د کال ٢٠٠٨ پۀ عمومى ټول ټا کنو کښې عوا مى نيشنل پارټۍ پۀ سند اسمبلۍ کښې دوه سيټونه ګټلى دى او دا دپاکستان پۀ تاريخ کښې وړومبۍ موقعه ده چې پۀ سند کښې پښتنو ته نمائيندګې حا صله شوى). پۀ دى موقع امين خټک د جرس ادبى جرګى د پښتو ادب دپاره پۀ مستقل ډول او سنجيدګۍ سره دخدماتو ستائنه وکړه او زياته ئ کړه چې تر څو پورى چې د نړۍ پۀ مخ پښتو ژبه ژوندۍ وى پښتا نۀ به تر هغه ژوندى وى او دپښتو ژبى پۀ ژوندى ساتلو کښې دټولو نه زيات کردار د پښتو ليکوالانو دی.
پۀ دى مو قع د جرس اد بى جرګى غړى رياض تسنيم، آمان افريدی ، او عبدالسلام سلام جود ووـ
ظفرکریمی کراچۍ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»