غزل

چې راياده به شوې ته په ميکده کې
نو راپرې به وتم زه په ميکده کې

دا ستا غم چې رانه نه شي هېرولی
دا شراب څښم که اوبه په ميکده کې

کوم بدبخته د جانان غمونه هېر کړل؟
کوم بدبخته شو ويده په ميکده کې ؟

دا خو ته راغلې چې رنګ مې داسې زېړ شو
دومره نه ومه بې زړه په ميکده کې

بېګا بيا کړې چا ورياده امرخېل ته
جيګېده او غورځېده په ميکده کې

جلال امرخېل