په "اسویلی "د اتفاق پښتو ادبی جرګې کره کتنه

                                                           حسرت بونیری

د اتفاق پښتو ادبی جرګه کراچۍتنقيدی غونډه د اتوار پۀ ورځ پۀ 28 مئ کال2006 کښې پۀ باچاخان مرکز کښې د طاهرافرېدی پۀ صدارت کښي وشوه٠ د نظامت چارې حسرت بونېری ترسره کړې٠ د نذېراحمدنذېر د تلاوت قران پاک نه وروستو حسرت بونېری د تيرې غونډې روداد واورؤلوـ د روداد پۀ حقله نذېراحمدنذېر ووئېل چې جامع روداد دې، د هر چا خبرې پکښې ښه پۀ تفصيل سره راغستی شویدی،که لږ مختصر وی نونور به هم ښه ؤ،بيا هم ښه روداد دې٠
نوراحمدباچا ووئېل چې روداد نور ډيرښه دې خو لفظ ےدۀ زياته کړه،پکښي زيات ليکلې شوېدی ـ
نادرکابلګرامی ووئېل چې ےدۀ زياته کړه،لفظ پۀ رودادکښې خوند پيدا کړېدې اؤ د موقع پۀ نسبت ښه لګيدلې دې ٠روداد ښه دې٠محمدخان عندليب ووئېل چې ما دومره پۀ تفصيل سره روداد د دې نه مخکښې نۀ ؤ اورېدلې ،يو لفظ پکښې نۀ دې پرېښودلې شوې٠ ډيرې داسې خبرې وې چې د هغې د لېکلو ضرورت نۀ ؤ٠
سيداحمد ووئېل چې پۀ دومره ښه اؤ مکمل روداد ليکلو باندې حسرت بونيری لۀ داد ورکوم٠
د غونډې صدر طاهرافرېدی ووئېل چې څومره پۀ تفصيل سره رودادليکلې شوې ؤ دومره پرې بحث ونۀ شو،زما پۀ خيال د چا خبره به پکښې پاتې شوی نۀ وی،زۀ د ملګرو سره اتفاق کوم چې د غير ضروری خبرو دومره پۀ تفصيل سره دليکلو ضرورت نۀ ؤ بيا هم رودادښه دې٠
       د اېجنډې پۀ دويمه برخه کښې امجدعلی سورج خپله افسانه ےے اسويلی،، ترعنوان لاندې د تنقيد د پاره وړاندې کړه٠
نوراحمدباچا ووئېل چې ما افسانې ډېرې اورېدلی دی ،خو که دې افسانې ته اوګورو اؤ د سورج عمر ته وګورو نو داافسانه پرې سوا ښکاری،افسانه ښه ده٠
عندليب ووئېل چې پۀ افسانه کښې زما دا جمله خوښه شوه چې ےے پتلې ته پياز اؤ ټماټر اچوی اؤ هغۀ ترسکېږی ،،خو وروستو افسانه کښي د خوشحالۍ يوه خبره نشته، هم هغۀ د زړۀ د خوګ خبرې پکښې دی٠ افسانه پۀ داسې ځائ سر ته ورسيده چې هيڅ مقصد ترې ظاهر نۀ شو٠ يو وضاحت پکښې شوېدې چې د ماشوم مور نۀ وه، که پۀ دومره وړه خبره مونږ افسانه ليکو نو دا به مناسب نۀ وی٠ دۀ زياته کړه چې دا کتل پکار دی چې د افسانې موضوع څۀ پکارده٠ افسانه کښي د سبق اخیستو هيڅ هم نشته،خو د زږۀ ترس پيدا کيږی٠ د داسي قدرتی کار مخنوې هم څوک نشی
کولې،اؤ نۀ پۀ افسانه کښې پۀ ګوته شویدی چې څۀ کول پکار دی٠ افسانه کښې خپل کلچر پۀ نظر نۀ راځی،نۀ خو پکښې تمهيد شته اؤ نۀ  پکښې هغۀ عروج زوال ښکاری کوم چې پۀ افسانه کښې پکار وی٠ د چرچڼو پۀ جمله کښې جمع ليکل پکار ؤ هلته واحد ليکلې شوې ې٠ دې ته مونږ افسانه نۀ شو وېلې٠
ساګر تنقيدی ووئېل چې عندليب سره زۀ اتفاق کوم،دا افسانه ده اؤ که نۀ ده خو بيا هم د افسانې پۀ رنګ ئ يو ليک یې کړېدې اؤ تنقيد ته ئ وړاندې کړو دا هم د داد وړ خبره ده٠
ګل ووئېل چې افسانې لۀ قيصه اؤ انجام پکار وی خو دلته دواړه نشته٠ بل د حسن کاکا تکرار پکښې دې، يو ځائ کښي ليکی چې راجو پاڅه سترګې وغړوه اؤ بيا ليکی چې راجو ورسره وژړل دلته تضاد دې ملګری لۀ لوست پکاردې ٠
حسرت بونېری ووئېل چې افسانه يو مفهوم اؤ خپله معنی لری،پۀ دې افسانه کښي خو نۀ تمهېد شته اؤ نۀ پلاټ لری نۀخو افسانه کښي سسپنس شته اؤ نۀ کردارونه٠ د افسانې اخره برخه سبق اموزه پکار وی خو د دې افسانې اختتام بي ننيجه شوېدې ٠ دۀ زياته کړه چې افسانې لۀ کوم لوازمات پکار وی هغۀ دلته نۀ دی پوره شوی٠
   د غونډې صدر طاهرافرېدی ووئېل چې دا خبره ما مخکښې هم کړېده چې لېکونکې شاعر دې که اديب،داسي شاعران شته چې صرف غزل ليکی اؤ بعضې صرف نظم ليکی٠ خو داسي ملګری هم شته چې غزل اؤنظم دواړه ليکی٠ اديب نثر ليکونکې دې اؤ نثر کښې تکل،خاکه اؤ افسانه وعيره هم وی٠ اؤل دا کتل پکار دی چې د ليکونکی رجحان کوم طرف دې٠ زۀ پۀ ذاتی تجربه دا خبره کوم چې ما به هم مخکښې شاعری کوله خو داسي به ښکارېدۀ لکه چې څوک ئ  پۀ ما پۀ زور کوی٠ افسانه لوست،محنت،اؤوخت ډېر غواړی٠ کله کله بيخی نالوسته شاعر دومره ښه شعر اوائ چې
خلق حيران کړی لکه خاطر افرېدې،د دۀ هر شعر مکمل شعر دې٠ خو ېو نالوست ادېب هيڅ کله هم ښه نثر نۀ شی ليکلې افسانه نګار له پکار ده چې دۀ ته معلومه وی چې افسانه څۀ څيز دې،افسانه اؤل پلاټ وی ،کردارونه وی قيصه وی جملې وی تجسس وی اؤ مقصد وی٠ دې افسانه کښې چې حسن کاکا مونځ اوکړواؤ دعا ته هم ايسار نۀ شو٠ نو دلته سسپنس شته،اؤ مشاهده پکښې هم دا ده چې د جومات د راوتو نه وروستو د شودو دوکان ته لاړو٠ دې نه وروستو هوټل اؤ بيا کور ته لاړ شی ،تر دې ځايه پکښې قيصه هم شته خو بيا ترې قيصه هيره شوېده،چې حسن کاکا د څۀ د
پاره دومره پۀ تادۍ کور ته راغلو؟کومه خاصه خبره چې پکار وه هغه نۀ ده شوې٠ نوې خبره دا وه چې راجو مدرسه کښې داخل شو،هم دلته د قيصې زور ختم شوېدې٠ ليکونکی لۀ پکار ؤ چې دلته داسې قيصه کړې وې چې زمونږ پۀ تصور کښې هم نۀ وې٠ زۀ ملګری لۀ مشوره ورکوم چې د ښو افسانومطالعه دی وکړی لکه د قلندر مومند افسانې ـــــــــ
      دلته يو پوائنټ شته اؤ هغه دا چې ے هر څۀ وسوزېدل، خو د لوستونکی د پاره څۀ نشته چې څۀ وسوزېدل؟ سوا د دې نه چې ټماټر وسوزېدل٠ د دې پۀ ځائ که باتنګڼ وې نوښه به وه٠ بهر حال افسانه به ورته وايو چې کردارونه پکښې ؤ خو مکمله افسانه ورته نۀ شو وئېلې٠ هم پۀ دې ځائ تنقيدی نشست پائ ته ورسېدو٠

     راروانه تنقيدی غونډه کښې به نظرجان مداخيل خپله شاعری وړاندې کوی٠
پۀ غونډه کښې نادر کابلګرامی،نذېر احمدنذېر ،ساګرتنقیدی،طاهرافرېدی،حليم،حسين ثاقب،سيف الرحمان حيران،هيبت خان شرانی،امجدعلی سورج،احمدخان،ګل محمدپتنګ،سيداحمدګل،نوراحمدباچا،نظرجان مداخيل،اؤحسرت بونېری ګډون وکړوــــ