د ریاض تسنیم پيژنګلوي

محمد ریاض چې په ادبي نړۍ کې د ریاض تسنیم په نوم  مشهور دی په دریم دسمبر نولسوه اته شپېته کې د لعل سید کره پیدا شوی دی ـ په قام مومند دی  ـ لومړنۍ زده کړه یې په خپل کلي بډه بېره پېښور کې ترسره کړې ده ـ تر څوارلسم ټولګي زده کړې یې پېښور پوهنتون کې ترسره کړي ده ـ نن سبا کراچۍ کې  دولتي دنده ترسره کوي ـ
د نولسوه پنځه اتیایم راهسې شاعري کوي ـ د پښتو په جدیدو غزل ګوه شاعرانو کې شمار دی ـ ښه او خوندور نظمونه هم لیکي ـ ادبي تړون یې د جرس ادبي جرګې کراچۍ سره دی ـ د کراچۍ نه خپریدونکی ادبي مجلې جرس کې مرستیال مدیر پاتې  شوی دی ـ دوه کتابونه یې چاپ شوي دي چې دهغې د جملې نه "دا کوم رنګ مې کشید کړی" شعري مجموعه ده او "منتخب خوشحال" د خوشحال خټک د شاعرۍ انتخاب دی  ـ
د ریاض تسنیم ناچاپه کتابونه دادي
دشاعرۍ دویمه مجموعه
منتخب رحمان بابا
منتخب علي خان
متخب محمدي صاحبزاده
متخب حمید بابا
منتخب مرزا خان انصاري
منتخب کاظم خان شېدا

ددې سربیره تنقیدي مضامین ،خاکې او ژباړې یې هم چاپ ته تیارې دي

                                           ظفرکریمي کراچۍ