تابوت

د کمیس د ویستلو سمدست روسته دهغه د خپل کمیس په کالر نظر پریوتو ،کوم چې دومره خېرن وو لکه اوسپنه  چې ښه پوخ زنګ ونیسي ـ دهغه په پنځه ویشت کلن عمر کې دا لومړې ځل وو چې  هغه د خپل ځان څخه کرکه محسوس کړه ـ او بیا یې په مزغو کې یوه هنګامه جوړه شوه ،یوه خاموشه هنګامه
"دا ولې؟
آیا زه بندي یم ؟
زه د څه دپاره دلته راغلی یم ؟
اخر په ما کوم سنډا پښه ایښودې وه ؟
ما ولې ځان دې حد ته رارسولی دی؟"
او بیا د هغه لاس پخپله دهغه پښې په لور لاړو او چې لږ یې وګروله نو په هغه ځایې یوه سره شان دانه راښکاره شوه ـ او بیا هغه د ځانه سره وویل
"والا ماشي نه دي سم لړمان دي , ولامبه او پښې اوباسه ،دسوچ دپاره خو یوازې غسلخانه نه ده "
او بیا هغې د لامبو دپاره ډکې کړو یو درجن خاورینو کوزو څخه یوه کوزه راپورته کړه ،او په سر یې توې کړه ،او چې بله کوزه یې هم په ځان واړوله نو ایله یې پرې ځان لوند څه ،خو هسې غوړ غوندې شو ـ اوس لا هغې صابون ته لاس کړی نه وو چې بیا سوچ واخیست او دکور  تودې اوبه،دماشو او ګندګۍ نه پاکه غسلخانه،د لامبلو دپاره لګیدلی فواره او نور نور شیان وریاد شول ـ هغه په نزدې پرتې خښتې  په سر کیښناست او غوښتل یې خپل سوچ نو رهم مخ ته بوزي  خو دروازه وټکیده
"ساجده ته لکه چې بیا ګتې شمارې ،زر ولامبه د حاجی صېب بیا طبعیت خراب دی"
امیر صېب د دروازې دباندې څخه ټوله کیسه په یوه ساه تېره کړه ـ
"وۍ الله"
"های"
"اوی"
ساجد د حاجي صېب زبیرګي د غسلخانې دننه واوریدل او بیا پته نشته چې پاتې کوزې یې هم په ځآن واړولې که نه ؟ خو لوند سر د غسلخانې نه رابهر شو او نېغ د حاجي صېب خواته ورغې  ـ د حاجی صېب له مړونده یې لاس تاو کړو ،د هوښیار حکیم په څېر یې ورله د رګ څخه څه اندازه لګوله ـ هغه د حاجي صېب په مخ یو سرسري نظر واچوه  ــــ زیړ ـــــ تک زیړ ــــــ وچې شونډې ـــــ خړې شوې سترګې
،،ساجده......... مرمه.........،،   حاجی صېب په داسې اواز وویل چې شونډې یې هم پرې ونه خوزیدې ـ
"دې سره څه وکړو"   امیر صېب ساجد ته وویل
"ستاسو د ټولو خوښه"
"هسپتال ته وړل پکار دي"    یو کس وویل
"علاج کول هم سنت دي  " امیرصېب وویل او بیا یې ساجد ته په تحکمانه لهجه کې وویل "لاړ شه د ګاړي ماړي غم وکړه"
ساجد غوښتل چې سکوټ انکار وکړي او بیګانۍ خبرې وریادې کړي ـ
اصل خبره داوه چې حاجي صېب د اویا پنځه اویا کلنو په عمر وو د شوګر او اوچت بلډپریشر مریض هم ووـ مالومه نه ده چې حاجي صېب زامنو د څه وجې لیږلې وو او که حاجي پخپله خوښه په تبلیغي جومات کې د،، بونس ،، ثواب د ګټلو په هوډ له کوره راوتلی وو ـ دا اولې ورځې نه هغه په خوړو  کې مالګه او چایو کې خوږه نه خوړله ـ شاید ډاکټر منع کړی وو ـ خو ا میر صېب به هره ورځ د هغه سره د پرهیز په موضوع خبرې او بحثونه کول او ویل به یې چې یقین دې پیاوړې کړه ،هرڅه مخلوق دی،مالګه او خواږه هیڅ نشي کولې  ـ حاجي صېب به د امیر صېب خبرو ته ښې خبرې ویلې خو پته نشته چې ولې یې ورله د منونکو خبرو نه د پرهیز والا خبره منفي کوله ـ امیر صېب به هره ورځ حاجي صېب د ایمان تازه کولو دپاره یوه نه یوه پېښه بیانوله چې د فلانکي کلي  د فلانکي سړي شوګر ډېر زیات وو په دې لاره کې راوتو ،هیڅ پرهیز یې نه کاوه خو یقین یې جوړ وو او اوس یې نه شوګر شته نه موګر ـــ
عرض دا چې په ټوله ډله کې د ساجد پرته ټولو ته دغه ډول مافوق الفطرت کیسې وریادې وې  نو ځکه خو به چې کله د پرهیز بحث راپریوتو نو هر یو به درجن درجن کیسې داسې لهجه کې کولې لکه ویونکې چې کیسه نه کوي بلکې د سترګو لیدلی حال بیانوي ـ
همدغه وشوه ،حاجي صېب وسله کېښوده او بیګا یې د یو کلیوال له خوا جومات ته راوړې حلوه نه یو څو غټې غټې مړۍ وکړې ،بیا یې غاړه تازه کړه اوې ویل ،، توکل په خدایې ،چې څه کیږي هغه به کیږي ،، او بیا لا یو ساعت نه وو تېر چې د حاجي صېب په سر درد شو او چې کله درد لږ زیات شو نو امیر صېب ېې ترې خبرو کړو خو امیر صېب دلاسه ورکړه چې ،،خدایې به خېرکړي ،، 
لږ وخت روسته حاجي صېب قی شورو کړو او چې په کوم ځآیې ناست وو هم هلته پرویتو ـ ټوله ډله راغونډه شوه ،مشوره شورو شوه هر سړي به خپل خپل نظرونه چې تقریبا یو بل ته  ورته وو څرګند کړل او ساجد په خپل وار د ټول سره مخالفت وکړو او زیاته یې کړه ،، حاجي صېب زوړ مریض دی ،مرض یې هم مالوم دی ،ټول کار ورله بیګانۍ حلوه کتلی دی ،ډاکتر ته به یې ښکاره کړو................................................ ،،  د ساجد خبره د نور کله په شان امیر صېب په مینځ کې پرې کړه او وې ویل   ،،ستا خو د تنقید نه بغېر ګوزاره نه کیږي او ډاکټر نه دې راته څه خدایې جوړ کړی دی ،،ـ
،،امیر صېب!  دده بلډپریشر هايي دی ،او ددې له وجې د زړه دوره او فالج .........،،     امیر صېب بیا د ساجد خبره نېمه کې قطع کړه او وې ویل ،، ساجده توبه وباسه ،دې خبرو کې ګناه ده ګناه ،په دې خبرو بل بل ځایې ته رسیږي ،،
امیر صېب د ،،بل  بل ،،په ټکو زور شان راوړو ـ
،،په سړی دې پرهیزمات کړو  داستا دلاسه مریض شو ،،ساجد په قهرجنه لهجه کې  خپله خبره نوره هم اوږده کړه ،،د بدپرهیزۍ فضیلتونه دې ورته شپه ورځ بیانول ،دغه دې وکړل ،،
امیر صېب لاړې تېرې کړې ،د ساجد په لور یې بدبد وکتل او زیاته یې کړه
،،ولې زه خو څه خدایې نه یم چې ما ناروغ کړی دی ،په دې خبرو سړی کفر ته رسیږي،،
دبیګا نه تراوسه حاجي صېب په خپل حال پروت وو ـ کله کله به یې زبیرګی زیات کړل ـ کله کم ـ خو خبرې یې نه کولې ـ امیرصېب او ملګرو به پرې کله لکه چوفونه وکړل او کله به یې ورله زور وکړو ـ سحر راهسې حاجی صېب غلې وو خو اوس یې بیا طبعیت خراب شوی وو
،،راځه زه هم درسره ځم چې ګاړی راولو ،،  امیرصېب دساجدپه اوږه لاس کیښود او په خوږه لهجه یې وویل
،،زړه مې نه غواړي چې لاړ شم ،بیګانۍ خبرې مې یادې دي خو ځه مړه د حاجي صېب خاطر به وکړم ـ ،،ساجد په تریو تندي وویل


،،مالومه نه ده چې ستا به د ډاکټر سره ولې دشمني وي؟،،
ساجد په لاره لاره د امیرصېب نه پوښتنه وکړه
"زما خو د ډاکټرانو سره هیڅ دشمني نشته"
"نو بیا ولې وایې چې په خپلو بچو عصري علم مه کوئ،د خپلو بچو نه ډاکټران ،انجینران مه جوړوئ "
"ما خو دا یوه کیسه اوریدلې وه چې یو ډاکټر خپل پلار ته د زهرو ستن وهلې وه ـ
"دغه ډاکټر څوک وو؟"
د کوم ځایې وو؟"
څه نوم یې وو؟"
ساجد په یوه ساه پوښتنې پېل کړې ـ
"خانه! ته د عقل نه کار اخلې او چې د عقل نه کار اخلې نو خداې دې په صراط مستقیم کړه ـ بزرګان وایي چې خبره کې خبرې مه جوړوئ "
امیر صېب په خفه شان موډ کې وویل
او بیا دواړه تر یو ځآیه چپ چاپ لاړل خو بیا لکه ساجد چې د ځانه څخه پوښتلي وي
"یاره !د حاجي صېب نه به زامن په تنګ راغلي وو که انګوریانې ـ یوه پښه ېې په ګور ده او په دې عمر کې یې دکوره رایستلې دی او اوس یې مونږ په مصېبت اخته کړي یو
ساجد مرۍ تازه کړه او بیا یې وویل  بیګاه یې هم راباندې ټوله شپه په نیغو تېره کړه او اوس په دې پردي ښار کې ګاړی چېرته وګورو او هسپتال چېرته ـ"
دا هرڅه په امیرصېب ښه نه لګیدل خو پته نشته چې ولې  یې دا هرڅه ښه په کرار اوریدل ـ دا خو لا څه چې  ساجد ته یې د دلاسې په شکل وویل ؛ ،،مکې له خلق په تپوس ځي ،،
،،چې تپوس منې نو بیا ولې د یوې واقعې د صحت مالومولو په اړه تپوس نه منې ؟،، ساجد زر اوویل ـ
،،خانه   ته "ع "کې "غ "جوړوې هغې تپوس کې ګناه ده ګناه ،او دې تپوس کې ګناه نشته،، امیرصېب وویل ـ
اوس دوۍ د هغې پټلې غاړې ته رسیدلي وو چېرته چې یو شمیر ګاړي ولاړ ووـ
حاجي صېب د جومات نه په ګاړي کې هسپتال ته د وړلو نه مخکې یو ځل بیا د ټولې ډلې تر مینځ په دې خبره سره مشوره وشوه چې باید څوک څوک د حاجي صېب سره هسپتال ته لاړ شي ،هلته په مشوره کې د ساجد نوم سرفهرست وو ـ امیرصېب د ساجد سره نوید ملګری کړو او د حاجی صېب سره یې هسپتال ته ولیږو ـ
هسپتال ته په تلو تلو کې د ساجد او نوید ترمینځ هیڅ خبرې و نه شوې،لکه څنګه چې د امیر صېب او ساجد ترمینځ کیدې ـ وجه یې شاید دا وه نوید بیخی کم ګویه وو ـ په جومات کې به هم اکثر غلې او ځانله ناست وو،لکه څه اندیښمن چې وي ـ یو بل ملګري ویل چې د نوید مېرمن یو ه ګرده سم کار نه کوي او دویمه ګرده یې خو بیخي فېل ده ،شپږ بچي یې دي ـ ملګرو به ورته اکثر په ټوغه کې ویل چې نوید په دې سوچونه کوي چې د مېرمن د ممکنه مرګ نه روسته به یې څه برخلیک وي ـ کونډ به پاتې شي که بخت به ورسره یاري وکړي ـ
شاید دا خبره رشتیا وه او یا هسې ټوقه ـ خو پخپله نوید نه خو ددې خبرې تاید کولو او نه تردیدـ
هسې خو د جومات یولس واړه کسان د وخت څه نا څه څپېړو وهلي وو او د هر چا څه نا څه ستونزې یا هیلې وې چې غالبا د پورا کیدو یا حل کیدو په موخه یې د یقین جوړلو دپاره بسترې راخېستې وې او نن د ساجد سره په جوماتونو کې یو ځایې  داسې اوسیدل ،لکه د هاسټل ملګري ـ
هسپتال ته د رسیدو سره سم ډاکټر صېب د خپل سامان الاتو سره راورسیدو ـ د جېب څخه یې ترمامیټر راویست او حاجی صېب ته یې وویل  "دا د ژبې د لاندې کیده "
"دې ته څه تکلیف دی؟" ډاکټر د نوید نه تپوس وکړو
"ډاکټر صېب د بلډپریشر مریض دی " د نوید په ځایې ساجد ځواب ورکړو ـ
"هري آپ ...... شابه که بلډچیکر راوړه "   ډاکټر صېب یوې نرسې ته وویل ـ
"اوه"  ......  "اوه" ......    "او" تاسو ماپسې مړی راوړې دی"؟
ډاکټر ساجد ته بد بد وکتل او پوښتنه یې وکړه
ساجد څه ویل غوښتل خو سر یې ښکته کړو او ډاکټر خپله خبره نوره هم وغزوله
"په مریض دوره ۲۴ ساعته مخکې راغلې ده ،تاسو اوس راوړو ؟ پته نشته د کوم غره نه راکوز شوی یاست ؟ پښتانه یاست........... نو ......  څه ګیله درنه......... نه....... ده پکار "ـ
ساجد د حاجي صېب په مخ یو نظر واچوه ،حاجي صېب په نیمو پرانیستو سترګو ساجد ته کتل ـ ساجد یو ځل بیا لکه د خوښیار حکیم خپل  لاس د حاجي صېب د مړوند نه تاو کړو ـ اوس د حاجي صېب مړوند داسې یخ و،لکه د سیند کاڼې ـ نو ځکه خو ساجد سمدست امیر صېب ته فون وکړو او ورته یې  ویل چې
"امیر صېب ! حاجي صېب دپاره د تابوت غم وکړه ـ"

ظفرکریمي کراچۍ

۲۲/۴/۲۰۰۹