چاچی پټ دشا له خواه وېشتلی ېم
ټول عمر ېې ګران اشنا بللی يم


مه پوښته له ما نه دتېاری قېصه
ټوله شپه په سره اورګرزیدلی يم


هرماښام به ورغلم د وره  خواته
هر سهار يي بيرته بېا شړلی يم


نه کوم ګېلی او شکايت له چا
زه خو مې دا خپل زړګي خوړلی ېم

 
نه وینم ژوندون او نه راځی مرګی
داسی يو ګړنګ ته ور لویدلی ېم


ژونده ستا میدان مې هم ګټلی شوای
څه وکړم له هر څه نه وتلی ېم


ډکه دنیاګی کی دې تر ما را ځی
غم لکه چی يو زه پیژند لی  ېم


نُورخو به دنورو د محفل يمه
شمع غوندې خپل اورګي سوزلی يم

نورمحمد سعیدکراچۍ