رښتيا وئيل تراخۀ وى
د سوات مقامى طالبانو د سکولونو د سوزولو او بندولو نه پس نوې دړکه کړې ده چې تر اتواره پورې يعنې (ترسبا پورې) دې د سوات ټول سړى ږيرې پريږدى او ټوپۍ دې په سرول شروع کړى بلخوا د سوات يو مقامى ځوان مقامى طالبانو په دې وجه قتل کړو چې پينڅې ئې ښکته کړې وې او دطالبانو حکم ئې نۀ ؤ منلے. د قتل نه پس دغه مقتول په چوک کښې د عوامو د عبرت لپاره ځوړند کړے شو.
د سوات مقامى طالبانو چې دا کوم کارونه شروع کړى دى په دې نۀ يوازې د سوات د مقامى اوسيدونکو انديښنې زياتې شوې دى بلکې په ټول صوبه سرحد کښې ددوى د دغو غلطو اقداماتو غندنه کيږى، ځکه چې دا کوم اسلام دوى غواړى او کومه تشريح دوى د اسلام کوى يا بهرنى نړۍ ته د اسلام کوم تصوير وړاندې کوى دا سراسر غلط او بې بنياده دے دا نۀ يوازې د اسلام د اصولو خلاف دى بلکې د انسانى حقونو هم خلاف ورزى ده.
مونږ کۀ په تاريخ نظر واچوؤ نو ددې نه وړاندې په افغانستان کښې هم طالبانو دا قسمه طريقې شروع کړې وې او د افغانستان اکثريت کوم چې د طالبانو حمايت کولو د دوى د غلطو فيصلو او طريقو په وجه د دوى په مخالفت مجبوره شول او اخر دغه غلطى ا و غير انسانى رويې او فيصلې د دوى د زوال سبب وګرځيدې.
دا وخت د سوات اوسيدونکى په سخته ويره او مشکلاتو کښې ګير دى، د سوات عوام دا پوښتنه کوى چې ايا زمونږ څۀ ګناه ده چې له دواړو خواؤ مونږ وژل کيږو.
حقيقت هم دغه دے چې د سوات په دې "اور" کښې هم عام اولس متاثره کيږى عام اولس وژل کيږى، د سوات په اکثرو سکولونو کۀ يوطرف ته دغه کسانو قبضې کړى دى نو بل اړخ ته پکښې سيکورټى فورسز خپلې اډې جوړې کړى دى. او هم دغه وجه ده چې په سوات کښې تر اوسه په سوونو سکولونه په بمونو الوزولے شوى دى او يا ورته اورونه اچولے شوى دى.
دا وخت په سوات کښې د حکومت نوم و نشان نۀ ښکارى او نۀ پکښې د قانون پاسدارى شته، ددغو څو کسانو راج دے په نجى ايف ايم ريډيو اعلان وکړے شى چې سبا ته به په فلانکى چوک کښې فلانکے فلانکے وژلے کيږى خو ولې ددغې اعلان باوجود سيکورټى فورسز د دوى د مخنيوى لپاره هيڅ قسمه اقدامات نۀ کوى او نۀ ئې کولے شى.
اخر وجه څۀ ده؟ ايا دغه څو کسان دومره طاقتور دى چې د زرګونو په شمير دوى مخنيوے نۀ شى کولے؟
ايا داسې خو نۀ ده چې دغه کسان هم حکومت سره "خپله وفادارى" سرته رسوى؟ دلته دا خبره هم کول غواړم چې د سترګو ليدلو حال دے چې په يو چوک کښې دغه کسان لګيا وى د خپل "شريعت" عملى کوى خلقو ته کوړې ورکوى او تقريباً ٢٠٠ ميټره فاصله کښې سيکورټى فورسز موجود وى او د دوى نۀ شىکولے چې ددغو کسانو نه عوامو ته نجات ورکړى،
دلته په دې خبره هم سوچ پکار دے چې هر کله صوبائى حکومت دغو کسانو سره د مذاکراتو عمل شروع کړى يا ورته د مذاکراتو بلنه ورکړى نو وفاقى حکومت د صوبائى حکومت په مذاکراتو خاورې اچوى، اخر ولې وفاقى حکومت د صوبائى حکومت د مذاکراتو مخالفت کوى؟
د اے اين پى د ترجمان زاهدخان په دې خبره هم سوچ کول پکار دى چې دے وائى چې په قبائيلى سيمو او په سوات کښې پنجابى طالبان دى او دغه پنجابيان د پښتنو په قتل عام کښې ککړ دى.
دغه پنجابيان ولې په پښتنه سيمه کښې اور بلوى؟ د چا په لمسه دوى راغلى؟ او مطلب ئې څۀ دے؟
اګر چې ددې سوالونو جوابونه ډير اسان دى خو ولې ورکول او وئيلي ئې ګران دى. ځکه چې دا هر چا ته پته ده چې رښتيا وئيل تراخۀ دى او څوک چې رښتيا وائى بيا ئې پخپل کور کښې هم ځاې نۀ وى.
مصویر قریشي