غزل

خایستې! دلته هغه سړی پــــــــــــه لار دی

خایستې! څوک چې زما په آند بې لار دی

 

خایستې! کــه دې د زلفو  نه را وځــــــــم

خایستې! راته زرین قفس تیــــــــــــار دی

 

خایستې! مــــــونږ د سقراطـــــو ژبې کاږو

خایستې! زمـــــونږه دغه کــــــــاروبار دی

 

خایستې! دا خلق څوک په کــــــــــاڼو وُلي؟

خایستې! جـــوړې یو بل منـــــصور په دار دی

 

خایستې! بوسه تیاره  مې په شـــــــونډو

خایستې! ورته جوګه تندی په کـــــار دی

 

خایستې! دا   زما چغو راویښ نه کړو

خایستې! ځکه  تالا والا بــــــــــازار دی

                ظفرکریمي