غزل
دا د ښار د جادوګرو دم کې ګېر دی
ځکه هر یو کلیوال د سره تــــېر دی
زه د داسې یوصدف غېږ کې پیدا یم
چې بیخي ترینه نازکه خول چاپېر دی
قافلې ټول کوه قاف دی په شا کړی
دا د هریو لاروي چې مات کوشېر دی
دا پــــــــــــــــــــــریوتی د دنیا د نظرونو
دا ښاغلی دی چې تل زړه ته راتېر دی
مصر نه دی خو شـــــــلیدلی لمن ګرځي
یو ظفردی چې په داسې خلکو شمېر دی
ظفرکریمي
د لر وبر وېبپاڼې نه په مننې
18.02.2009
- ظفرساپی کریمي
دزندان ماښامفیض احمد فیض
ښپه راکوزيږيپه نیولې قدمپه کږلیچو دستوریو.په ما لګیږي نسيملکه تر غوږه شي نیمګړی زیری.دجيلخانې دسرای بې کوره ونېسره یو موټي ښکارېپه مقابل داسمان.دبام په هسکه سطحدسپوږمۍ سپينې مینې ناکې رڼا لاس ایښی دی.له ستورو ډک سیند د خاموش په خاورهاسمان زرین ده دسپوږمۍ په رڼا.دتورې شپې تورتم کېسیوري له باده سره ل...
19.02.2009
- ظفرساپی کریمي
غزل
خایستې! دلته هغه سړی پــــــــــــه لار دی
خایستې! څوک چې زما په آند بې لار دی
خایستې! کــه دې د زلفو نه را وځــــــــم
خایستې! راته زرین قفس تیــــــــــــار دی
...