غـــــــــــــزل

 عشق جذبه مې په مين زړه کښې غورځنګ جوړوی
لکه تصوير چې مصورد خيال په رنګ جوړوی

په خوب اوده پښتنو ويخ شئ مخ نيوی يې اوکړئ
ستاسو په ښارکښې مرکزونه ده فرنګ جوړوی

اغيارميشته موشوپه کلی کښې پښتون لاليه
په شرارت زمونږ ديوبل سره جنګ جوړوی

اوس د رندانومحفلونه په کوڅو کښې لګی
څوک په بوتلوشراب څکی څوک پکښې بنګ جوړوی

ستادانا په سوان سينه زما زره زره شوه
لکه انګرچې دارې په خله کښې ونګ جوړوی

چې دحياسالو په سر کړې خپه نيولی شی نو
دغه قاتلې اداګانې مې ملنګ جوړوی

هغه پخپله پکښي اوليږی او وليدلی مدام
شريفه څوک چې بل ته لاره کښې ګړنګ جوړوی
                      شريف کنډروال کراچئ