سره زر
مهر اندیش
چې څنګ یې پښه ،دبلوغت په پاټکی کیښودله
چې په وجودیې راخوره شو،بوږنونکی اثار
دخپل وجود،په قیمتی اثارو نه پوهیده
نه ورله چا دشعور سترګو له ،رڼا ورکړله
دمستقبل تیرو کې پروت و،خو مزې ګڼلې
چې د ځوانۍ جوهر یې تله،ورباندې نه پوهیده
خو چې دخپل جوهر دکر زمکه،په لاس وراغله
دګل غوټو ترې تقاضې،داوبو خور کولې
چې یې د خیال ګریوان ته ،سر ښکته کړواویې کتل
دشعور سترګی یې په زوره ،زوره ومږلی
بیا که لاسونه یې مروړل ،ورباندی وخت تیر و
چې د ارمان دځوانۍ سره زر یې ،کوټه سیکه وه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ