ښېرې
دجاوید چودری لیکنه ژباړه: ظفر کریمی
بغداد ته دننوتو سره سم دهلاکوخان عسکرو ټول وژنه پیل کړه ـ بې خېره منګولو ته چې چېری هم تن پسی نښتی ککرۍ په نظر راتلله نو غوڅوله به ې،چې کومه ودانۍ به یې لیدله لولپه کوله به ې،کتابتون یا ښوونځی به یې لیدلو د اور په خله کې به یې ورکولوـ تاریخ کاږی چې د وینو او ایرو داغونو په وینځلو وینځلو د دجلې اوبه وچې شوی خو دمنګولو په بربریت کې یو پوټې کمی هم رانغی ـ ددې ټولوژنې په مهال د عراقی صوفیانو یوه ډله منګول عسکرو ته په لاس ورغله ،عسکرو دغه ډله د هلاکو خان په دربارکې خاضره کړله ـ عسکرو ویل دعراقیانو په وینا ددی حضراتو وینا د لوی څښتن په دربار کې خامخا قبلیږی -هلاکو چې دا خبره واوریده نو په تکبر سره یې وویل "نو بیا څه" ـ عسکر وویل باچا سلامت دا خلک تاسو ته ښېرې کوی ـ هلاکو د صوفیانو ډلې ته مخ ورواړه وه او په قهریدلی لهجه کې یې ددوۍ څخه ددغه "تور" تصدیق وغوښتو ـ په صوفیانو کې یو مشر صوفی په هو کې سر و خوزاوه او په ځواب کې یې اوویل" ای باچا ته د خدای دبیدګانو قاتل یې تا په زرګونو انسانان وژلي دي،تا دالله تعالی دسپڅلی کتاب سپکاوی کړی دی،ستا عسکرو او اسونو دجوماتونو توهین کړی دی ،نو ځکه خو د الله تعالی د انتقام څخه نشی خلاصیدی،تاته به زر په دی دنیا حساب سره مخ شی"
هلاکوخان او دهغه ناست حواریان دصوفی زړورتیا ته ګته په خله پاتی شو،عسکرو خپلی توری پورته کړی،خو مخکی له دی چې دصوفیانو کیسه خلاسه کړی هلاکو دنفی اشاره وکړه ،په کړس کړس یې وخندل ،دصوفیانو په لور یې وکتل او وی ویل" ای دمات شوی ملت زوریدلو مشرانو!!که دبغداد دویجاړونۍ وروسته دهلاکو څخه حساب هم واخیستل شی نو څه؟؟او که ستاسو ښېرې قبولی هم شی او هلاکو خان سل ځله پیدا او بیرته ووژلی هم شی نو بیا هم وران شوی بغداد به اباد نه شی،د اوږو څخه غوڅ شوی سر که بیرته د اوږو دپاسه کیښودل شی نو څه،خاوری شوی ودانۍ او ایره شوی کتابتونونه بیرته نشی رغیدلای،اوس دنړۍ یو انتقام او بدله هم د دجلې غاړی زرغونه ولی نشی" ـ
هلاکو خان پاڅیدو دصوفیانو خوا ته ورغی په هغوي یې یو سرسری نظر واچوو او وی ویل "ځیء زه تاسو ته په دی هدیره کې د ژوندی پاتی کیدو سزا درکوم"
هلاکوخان دبغداد نه بیرته ولاړو او دا مالومه نه ده چې قدرت دهلاکو څخه بدله واخیسته او که اسمانی قوتونو دهغه څه مراعت وکړو خو تر کومه چې د بغداد دویجاړۍ کیسه ده نو چې تاریخ نن هم دغه پیښی بیانوی نو خپلی کمڅۍ شوکوی او دخلې څخه یې د ویر غږونه راڅیژی ـ
دا ریښتیا ده چې دقتل روسته که قاتل په دار راوځړول شی او یا دټول عمر په زندان محکوم شی نو ددی فایده هیڅ ده ـ که د یوې وژنی په بدله کې پنځه زره قاتلان هم په دار شي نو یو مقتول راژوندی کولی نشی ـخو څه وکړو،خوش باوری هم څه عجیبه شی دی دنړۍ ټول کمزوری،بزدل او مظلوم خلق چې کله دخپلوانو جنازی پورته کوی نو په دی انګیرنه لګ څه خوشالیږی چې یوه نه یوه ورځ به قاتل هم ومری ـ
نن سبا ګرده اسلامی نړۍ په دی خوش باورۍ اخته ده ،دامت مسلمه ټول پوهان په دې وړاند وینه نه ستړی کیږی چې د امریکې دتباهۍ نیټه نزدی شوی ده - کله وای اروپا به د امریکا په ضد راپاڅی ،کله وای دعراق له ایرو څخه به په زرګونو بن لادن پیدا کیږی او دځینو دا خیال دی چې اوس به دامریکې یو سړی هم په کرار خوب ویده نه شی ـ خو که په امریکایانو خوبونه حرام شی،په لکونو بن لادنه پیدا شی او یا اروپا د امریکا په ضد راپاڅی نو څه به وشی؟؟؟
زما یو ملګری هم په دی مذهبی خوش باورۍ اخته دی ـ هغه پرون دماسره دمخامخ کیدو سره سم اوویل "دعراقیانو مړی ګویا دی چې دامریکا اخری وخت رارسیدلی دی ،ته ځان سره ولیکه چې امریکا به زر تباه شی "ـ ما وخندل دهغه په ولی می لاس کیښودو او په ډیره مینه مې ورته وویل "ورورجانه !امریکادی زر ځله ړنګه شی خو زمونږ سر دپاسه د ی نه غورزیږی" ـ زما په ملګری دا خبره سمه ونه لګیده هغه خفه شو ،او هغی ته په داسی خبرو خفه کیدل پکار هم ؤـ کیدی شی زما دملګری خوش باوری سمه ثابته شی او سر دسبا نه دنړۍ په نقشه کې د بحراوقیانوس څخه آ خوا د دبدبودارو خوضونو او لمبه شویو تیږو سربیره هیڅ نه وی -خو بیا هم دا یوازی "کیدی شی" ـ
نن ریښتیا دادی چې د عراق په خاوره مړي وچ شول او دصدام عراق ختم شو ،اوس که بش وی او که نه ،امریکا ورانه شی که ودانه , خو هیڅوک به دغه مړي ژوندي نه کړي،دغه ویجاړی ودانۍ به بیرته جوړی نه کړی ـ
هلاکوخان هغه وخت دهمدغې بغداد په خاوره ودریدلی ؤاو ویلی یې ؤ((دځواک او ښیرو په نښته کې بریالیتوب تل دځواک په برخه وی))ـــــ
#######################################