قیدی

شاعر:  درابندر نات ټیګور

ژباړه: عبدالسلام سلام

         
ما چې پهء چا باندی خپل نوم ایښی قید کړی می دی


هغه په دغه تهه خانه کې پروت دی


او زهء لګیا یم تهه خانی نه ګیر چاپیره یو دیوال جوړووم


او ورځ پهء ورځ چې دا دیوال بره اسمان ته خیژی


ددی دیوال پهء لویو لویو تور تمی سا یو کې


خپل حقیقی وجود بیا نشم لیدی


ددی عظیم دیوال تعمیر باندی زهء فخر کووم


او هره ورځ ورله دخټی پلستر ورکووم


ددی تمامو کوششونو او زیارونو ما ته


ګټه همداورسی


چې حقیقی وجود مې نشم لیدی