ظفرساپی کریمي
دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید
ژباړى
ملاکا اؤ رنګون کښي پښتون
ملاکا اؤ رنګون کښي پښتون ليک الطاف شيخ ژباړه حسرت بونيری د ملائيشيا د ښار ملاکا پۀ ميرلن هوټل کښي مونږ څه پاکستانيان اؤ د دويمي ايشيا ملکونو جهازچلونکی ناست ؤهلته ديو ډرائيونګ اسکول مالک زمونږ ملاؤ شو ٠هغه ملئ [ دملائيشيا ژبه] اؤ ماته ګوډا انګريزیۍ کښي خبري کولي ٠ هغه وئيل چي زۀ پښتون يم زما نيکه د انګريزانو پۀ دور کښي پۀ ١٩١٠ کښي دلته راغلي ؤ اؤ د يوي ملئ ښځي سره ئ واده کړي ؤاؤ بيا د
د زړه کدړا
د زړه کدړه لیک : جاویدچودري ژباړه : حسرت بونیری ےےزۀ د زړۀ کدړا يم ،، دا هاغه لفظونو ؤ کومو چي د کدړاګانو پوره کانفرنس ئ وششنؤ ،هغو کله خپل طرف ته اؤ کله شپږ فټه اؤ دري
اخري سوک/د حسرت بونیري ژباړه
دی لاسټ پنچ ليک جاويد چودهدری ، ژباړه حسرت بونيری
دزندان ماښام/فېض احمد فېض
دزندان ماښامفیض احمد فیض ښپه راکوزيږيپه نیولې قدمپه کږلیچو دستوریو.په ما لګیږي نسيملکه تر غوږه شي نیمګړی زیری.دجيلخانې دسرای بې کوره ونېسره یو موټي ښکارېپه مقابل داسمان.دبام په هسکه سطحدسپوږمۍ سپينې مینې ناکې رڼا لاس ایښی دی.له ستورو ډک سیند د خاموش په خاورهاسمان زرین ده دسپوږمۍ په رڼا.دتورې شپې تورتم کېسیوري له باده سره ل
دبېنظیر بټو له کتاب د"ختیز لور" څخه انتخاب (په تیرپسی)
دبېنظیر بټو له کتاب د"ختیز لور" څخه انتخاب په تېر پسی
دبېنظیر بټو له کتاب د"ختیز لور" څخه انتخاب
دبېنظیر بټو له کتاب "دختیز لور" څخه انتخاب &nb
ښېرې.............دظفرکریمی ژباړه
ښېرېدجاوید چودری لیکنه
قیدی.......دربندارنات ټیګور
قیدی شاعر: درابندر نات ټیګور ژباړه: عبدالسلام سلام ما چې پهء چا باندی خپل نوم ایښی قید کړی می دی هغه په دغه تهه خانه کې پروت دی او زهء لګیا یم تهه خانی نه ګیر چاپیره یو دیوال جوړووم او ورځ پهء ورځ چې دا دیوال بره اسمان ته خیژی ددی