دبېنظیر بټو له کتاب "دختیز لور" څخه انتخاب
ژباړه :- ظفرکریمی
زما د لومړی دحکومت ددورې لویه ستونزه د ګاونډی هیواد افغانستان په اړه وه- په 1979م کې هغه وخت چې شوروی اتحاد افغانستان اشغال کړو نو پاکستان د امریکا په ګډون دمجاهیدینو مرسته پېل کړه -امریکا دشورویانو ددغه یرغل څخه ډیره استفاده وکړه او افغانان یې د ای ایس ای او فوځ یې د خپلو مفادو لپاره وکاروه ،چې ددې په نتجه کې په 19990م کې شوروی اتحاد ټکړی ټکړی شو
د 1989م کال په فرورۍ کې دژنیوا پریکړی په ترڅ کې دشورویانو دماتې وروسته پاکستان دافعانستان سر دعبوری حکومت په جوړونه کې مرسته وکړه ـ دغه وخت فوځی جرنیلانو سیاف ته دولسمشر او حکمتیار ته دلومړی وزیر څوکۍ دورکولو په اړه فکر دلرلودو،خو ما دهغوی دا وړاندیز رد کړو - ما هغوی ته وویل چې زه د ولسمشرۍ لپاره میانه روې شخصیت ټاکم او تاسو لمړۍ وزیر په خپله خوښه وټاکیء - زما ددغو هڅو پایله دا شوه چې مجددی ولسمشر او سیاف د عبوری حکومت د لومړی وزیر په توګه وټاکل شوـ
دا اسان کار نه ؤ،ددې لپاره په صدارتی ماڼۍ کې اوږدې اوږدې ناستی کیدی او په دغو ناستو کې به زما دګوند مشرانو دمجاهیدو ګوندونو ترمینځ د اتفاق او اتحاد کوششونه کول ،دغه مهال به چې کله اذان وشو ،ټول خلق به پاڅیدل او زه به یوازی پاتی شوم- هغوی دا نه غوښتل چې یوه ښځه دی ددوي سره په لمانځه کې شریکه شی - ماته دا عجیبه ښکاریده ،ځکه چې خانه کعبه او مدینه النبی کې نر او ښځی یو ځای دوعا کوی ـ
هاغه وخت دسعودی د استخباراتو مشر ترکی ابن الفیصل او د ایران دخارجه چارو وزیر به زیاتر ه دپاکستان په دوره راتلل او ما هر ځل ددوي ترمینځ دښو اړیکو د قایمولو هڅه کړی ده،خو سعودی عرب نه غوښتل چې افغانستان کې شیعه ګانو ته په دولت کې زیاته برخه ورکړل شی ،دغه شان ایران نه غوښتل چې په راروان دولت کې دشیعه ګانو ونډه کمه شی خو زما او زما دګوند زیاتره مشرانو په روم کې دافغانستان جلاوطن بادشاه ښه او بې طرفه ګنړولو خو ایران دهغه د راتلو مخالف ؤ -
ما د افغان مشرانو سره د خبرو لپاره ډیر وخت بیل کړی ؤ،ماته به اکثر دامحسوسیده چې مجاهیدین زمونږ د انټلی جنس د ځینو افسرانو په اشارو چلیږی،هغوي هیڅکله زما یوه خبره هم نه منله او کله چې زه په دغه کار کې پاتی راغلم نو خپلو استخباراتی اورګانونو ماته وویل چې باید زه اوس یو لور ته شم او دهغوی ننداره وکړم- ما به چې دافغانانو دا حالت لیدلو ،ډیره به خفه کیدم او هغه دا چې یو خو هغوی دبهرنیو دلاسه خاوری ایری شوی وو او بل هغوی د خپلو سرپرستو دتګلاری مخالفت نه شو کولی،او که چا به مخالفت کولو هم ،نو پایله به یې د تباهۍ او رسوای سربیره نوره هیڅ نه وه ـــــ
نور بیا.....
ژباړى