نـــــــــــــظم
سکنړې ماښام دې
نرۍ هوا ده
ورېځ خوره ده
اؤ
اسمان هم ښکاری
د اسمان مېنځ کښې ېو ستورې هم ځلېږی
لکه زما غوندې تنها ښکاری
ګورمه ستوری ته
اؤ
ستورې ما ته
دې هم زما غوندې له خپلو لرې
دځان پۀ وېر ښکاری
شوردې خو دومره هم نه
چې سړې د زړګی شور نه اوری
ټولی ټولی خلق د ېو بل سره ناست دی خاندی
څوک دوه پۀ دوه روان خندا کوی جوکنګ کوی
ېو زۀ پۀ زمکه اؤ هغه ستورې پۀ اسمان تنها دې
زۀ خفه ېم
خو
څوک مې غلی دغوږ خوا کښې بنګړی وشړنګوی
پۀ اوګه لاس راواچوی
وائ خفه پۀ څۀ ئ ؟
ما جواب ورکړو چې مې ته ېادېدې
مسکۍ شی ګل شی
دواړه لاسونه رانه تاؤ کړی
پېکه پېکه ماحول له رنګ ورکړی
زما تنها تنها موسم ورک کړی ملګری مې شی
مونږه هم دوه شو چرته کېښنو
خو
ستورې هغه شان تنهاتنها دې
ماته احساس شته دتنها تنها لمحو
حسرت بونیری کراچۍ