غزل

که همداسی توره شپه وی اوهوا هم

خدایه څهء وکړمه نهء وینم رڼا هم

 

دادزړونو دوکانونه څومره تش دی

موده وشوه چې څوک نهء لری سوداهم

 

پهء دی ښار کښې جې دا کومه وبا راغله

د علاجه لاس پهء سر شو مسیحا هم

 

ستا دشونډو نه بغیر ئ علاج نهء وو

که دی زخم له مې کړی وی دوا هم

 

سلام ځکه پهء خپل زخم باندی خاندی

بی ارزښته شی، چې ډیره شی ژړاهم
     عبدالسلام سلام کراچۍ