بې ېقېنی ده چې ورانېږی که جوړېږی کلې
څۀ د نازک وخت نه ملګرېو مو ترېږی کلې
راځۍ چې وتړو بندونه د نفاق سيلاب ته
زلمو راپاڅۍ ګنۍ لاړلو ډوبېږی کلې
راته ښکارېږی کلېوال جانان مې ډېرېادوی
ځکه پۀ زړۀ مې داسې ډېرډېر راورېږی کلې
د تندې نۀ مری خو د خپل مفادسيلاب راغستی
د دوئ پرې څه که مو ډوبېږی که ورانيږی کلې
غزل
ځکه د ستورو چم کښي زۀ هم مېل
خوب مې دې ورک چې مې پۀ سترګو کښي عړېږی کلې
پۀ اتفاق چې د نفاق بندونه ونړوو
که داسې ونکړو ملګرېو مو ورَکېږی کلې
څۀ بدنصېب دی چې د کلی د ژوندون نه تنګ دی
مونږ مسافرو ته لمحه لمحه ېادېږی کلې
حســـــــــــــــــــــــــــــــــــــرت بونیری کراچۍ