غزل
حسرت بونیری
هغه جذبه نشته اذان خو د بلال واېو
هسي به ځان ته د سيالانو سره سيال واېو
پۀ مونږ د ژبې حق خو دومره پاتې شوې دې بس
چي څوشعرونه پۀ حق کښي کال پۀ کال وايو
د وخت سره ارتقاء خلکو اخر څنګ کړېده
پۀ اشاروکښي لا اوس هم د زړونو حال واېو
چي ستا پۀ مخکښي د غانټول شی شوخ رنګونه پېکه
دې ته ښائېست نۀ انتها به د جمال واېو
چې پښتنو پۀ ېو مرکز مونږ راغونډ شوی نه ېو
وطن ته هسې به بولانه تر چترال واېو
پکښي ښکارېږی د اوؤ واړو رنګونو شوخۍ
ځکه غزل ته د حسرت د بوډۍ ټال واېو
چي د دې دور د مغلو نه کړو مات سرونه
ځان ته څنګه بيا بچی مونږ دخوشحال واېو