سرکل  (circle )

 

 

څه عجیبه سرکل کې ګېر یمه  زه

دا زما خپله خودساخته سرکل دی

د کاینات دمدارونو نه ښه لیری پروت

آن دومره لیری

چې ښاپیرۍ دي دلته

دلته دیوان دي ،کوه قاف دلته دی
ــــــــــــ
زما دفکر زغل غزیږی،پسی لا غزیږی

دتخیل لوړې ته هسک شی،پسې لا هسکیږی

د کوه قاف دغره نه لیری لاړ شی

آن دومره لیری

چې ددی ځایه دا ټوله نړۍ

په یو ورغوی کې راټوله ښکاری

پکی سرونه،وجودونه،دستارونه ښکاری

زه په هر لوری نظر خور کړم ــــ

پکې ځان ګورمه ـ زه مې جانان ګورمه

           خو-----
دستارونو لاندی،هسکوسرونو لاندی ــ

د وجودونو لاندی

دا خپل وجود ،او دجانان وجود مې

هیچرې مسَ نه کړو

او شاید داځکه چې

زما بدرۍ ښاپیرۍ ،دخاورو جوړه نه ده

ځکه یې دا،خاورینه نړۍ خوښه نه ده

او یا

زه او هغه

کوم تورابان دپایڅو یو دومره کلک نیولی

چې ددې قاف له دایرې بهر مو نه راپریږدی
                       ظفرکریمی کراچۍ