د زړه کدړه

لیک : جاویدچودري                    ژباړه : حسرت بونیری

ےےزۀ د زړۀ کدړا يم ،، دا هاغه لفظونو ؤ کومو چي د کدړاګانو پوره کانفرنس ئ وششنؤ ،هغو کله خپل طرف ته اؤ کله شپږ فټه اؤ دري انچ دنګ ځوان ته کتل هائ الله به ئ وئيل اؤګوته به ئ پۀ خله کښي نيوله٠ دا د ال پاکستان کدړاګانو کانفرنس منظر ؤ٠ پاکستان پۀ هغه ښه نصيبو ملکونو کښي شمار دي چرته هر کال د کدړاګانو قامی کانفرس کيږی اؤ د پوره ملک نه پکښي کدړاګان پۀ مذهبی جوش اؤ جذبي سره ګډون کوی٠ دا پنځه کاله مخکښنۍ خبره ده چي ال پاکستان کدړاګانو کانفرنس کښي کدړاګانو يو شپږ فټه اؤ دري انچ ښکلي ځوان وليدو دا ځوان د نارينه ښکلوالی يوه نمونه وه د يو خوا نه هم دا ځوان کدړا نۀ ښکاريدوخو بيا هم سر ئ ښکته کړي ؤ اؤ پۀ دي کانفرنس کښي ناست ؤ٠ د کدړاګانو پۀ حقله دا وئيلي شی چي پۀ کروړونو خلقو کښي کدړا کدړا اؤ نه کدړا پيژنی٠ هم دا رنګ د کانفرنس معززين کارکنان پۀ دي پوهه شول چي دا نااشنا پۀ حقيقت کښي نااشنا دي [مطلب زمونږ غوندي نۀ دي] کدړاګانو ځوان راحصار کړو کۀ دۀ هر څومره ځوان د ځان د کدړ ا کيدو يقين ورکولو خو کامياب نۀ شو اخر کښي چي د ايټمی تنصيبتو[مردانه وسله] د معائني وار راغلو نو ځوان وشرميدو اؤ اووئيل چي ےے روڼو اؤ خويندو زۀ بدنی نۀ د زړۀ کدړا يم،،ټولو کدړاګانو د هائ الله نعره ولګوله اؤ پۀ حيرت ئ يو بل ته وکتل،دۀ اووئيل ےے زۀ الله پاک پوره نارينه جوړکړي وم،ما ته ئ شپږ فټه اؤ درې انچ قد راکړي ما ته ئ ښکلي مخ راکړي دي زۀ د ستړيا نه بغير لس کلو ميړه منډه وهلي شم زما تعلق د اوچت خاندان سره دي اؤ زۀ ښه تعليم يافته يم خو پۀ ما کښي د همت اؤ حوصلي کمي دي ، زه ۀ ښو ته ښه اؤ بدوته بد وئيلو نه ويريږم ځکه ما سوچ اوکړو چي دمردانګۍ ددعوؤ پۀ ځائ کدړا جوړيدل پکار دی اؤ دا رنګ زۀ ستاسو پۀ کانفرنس کښي شريک شوم٠
کدړاګانو د ځوان د اعتراف جرم نه وروستو د دۀ سره څه سلوک اوکړو پۀ دي حقله راوی خاموشه دي ٠خو تيره شوي هفته پۀ پنچاب کښي د کدړاګانو رجسټريشن شورو شوي دي د رجسټريشن داعمل د سپريم کورټ د هغي حکم لاندي شورو شويدي کوم حکم کښي چي عدالت ټو لو صوبائ حکومتنو ته د کدړاګانو د رجسټريشن اؤ حقونو دتحفظ ارډر ورکړي ؤ د عدالت د دي حکم پوره کيدو د پاره پنچاب حکومت دکدړاګانو رجسټريشن شورو کړو٠ د پنچاب محکمه سماجی بهبود د کدړاګانو د رجسټريشن د پاره يو اتلس کالمی فارم تيار کړي دي اؤ دا فارم د ټولو ضلعو سماجی بهبود دفترو ته ليګلي شويدي ،دي فارم کښي د کدړا نوم ،عمر اؤ د پيشي نه علاوه د مياشتنی امدن پۀ حقله تفصيلات پښتلی شوی دی پۀ فارم کښي دا پښته هم شويده چي پيدائشی کدړا ئ يا د څه بيمارۍ يا د حادثي له سوبه کدړا شوي ئ،پۀ فارم کښي دا هم تپوس دي چې چا خو پۀ زور درنه کدړا نۀ دي جوړ کړي؟ دا سوال تري هم شويدي چي د موجوده ژوند نه مطمئن ئ ،اؤ د ګرو دي څه نوم دي؟ دا فارم پۀ هر اړخ مکمل دي خو دي فارم کښي ډيري ناکاره غلطياني دی مثلا زما پۀ خيال د کدړا نه د پيشي پښتنه کول غير اخلاقی حرکت دي ، ولي چي بغضي پيشي د وئيلو د پاره نۀ بلکه د پټولو د پاره وی٠ د فارم د دي خاني پۀ وجه به نوی فيصده کدړاګان دروغ وائ اؤ د الله يو ازاد بنده پۀ دروغو وئيلو مجبوره کول ګناه کبيره دي٠

دړاګانو د ځوان د اعتراف جرم نه وروستو د دۀ سره څه سلوک اوکړو پۀ دي حقله راوی خاموشه دي٠ خو تيري هفتي د پنچاب حکومت د کدړاګانو رجسټريشن شورو کړي دي، د رجسټريشن دا عمل د سپريم د هغه حکم لاندي شورو شوي دي کوم کښي چي عدالت ټولو صوبائ حکومتنو ته د کدړاګانو د رجسټريشن اؤ د ددوئ د حقوقو د تحفظ ارډر ورکړي ؤ، د عدالت د دي حکم پوره کولو د پاره د پنچاب حکومت څو ورځي وړاندي د کدړاګانو رجسټريشن شورو کړو، د پنچاب محکمه سماجی بهبود د کدړاګانو د رجسټريشن د پاره پۀ اتلس کالمو [سوالونو] يو فارم تيار کړي دي اؤ دا فارم ئ د ضلعو د سماجی بهبود دفترو ته ليګلي دي ،پۀ دي فارم کښي دکدړا نوم ،عمر اؤ دپيشي نه علاوه د مياشتنی امدن هم تفصيلات پښتلی شوی دي ،پۀ دي فارم کښي دا هم تپوس شوي دي چي پيدايشی کدړا دي يا د څه ناجوړتيا له کبله کدړا جوړ شو،دا پښتنه هم شوي ده چي پۀ زور خو کدړا نۀ دي جوړ شوي؟ فارم کښي دا هم عښتنه شوي ده چي د اوسنی ژوند نه مطمئن دي يانۀ اؤ ددۀ د ګرو څه نوم دي ٠دا فارم پۀ هره خوامکمل دي خو پۀ فارم ناکاره غلطياني هم دی ٠زما پۀ خيال دکدړاګانو نۀه د دوئ د پيشي متلق سوال کول غير اخلاقی حرکت دي ولي چی بعضي پيشي د وئيلو پاره نۀ بلکه د پټولو د پاره وی ځکه پۀ دي وجه به نوی فيصده کدړاګان پۀ دروغ وائ ، اؤ د الله يو ازاد بنده پۀ دروغو وئيلو مجبوره کول لوي ګناه دي٠ اؤ که چرته پۀ دي خانه کښي کدړا ځان رکن اسمبلی يا سينيټر وليکلو نو د دي نه چي کومي ائينی خرابۍ پيدا کيږی د هغي اندازه تاسو کولي شۍ٠ د کدړاګانو نه د امدن حساب کتاب اغستل هم زياتي دي ولي چي د دي غريبانو روزی خو هوائ وی اؤ د هوائ روزۍ حساب ساتل هم ممکن نۀ وی دغه شان پۀ دي فارم کښي دي دا سوا کړي شی چي کدړا پيدائشی دي کنه دا پيشه ئ د فلاح عامه د پاره اختيار کړيده ٠حکومت له پکار دی چي پۀ دي فارم کښي د زړۀ د کدړاګانو دپاره يوه نوی کيټيګری متعارف کړی پۀ دي خانه کښي د د هاغو ټولو خلقو رجسټريشن اوکړي شی چی د حوصلي، ايمان اؤهمت کدړاګان وی، د زړۀ د کدړاګانو يو فهرست دي تيار کړی اؤبيا دي دا فهرست د نادرا پۀ سسټم کښي واچولي شی،پۀ ملک کښي چي کله مارشل لا ولګولي شی اؤ چا توپ علی خان ته د نوی مسلم ليګ پيش کش راشی نو چي د دي فهرست نه د خپلي خوښي خلق منتخب کولي شی٠ د دي ايکسرسائز به قوم د نيب د خرچو بچ شی اؤ ملک به د ايجنسو خرچي نۀ برداشت کوی،بس پۀ کمپيوټر به يوه ګوته کيدی اؤ د زړۀ د يونيم کروړ کدړاګانو ډيټا به مخکښي راشی اؤ پۀ دي کښي به پۀ چاڼ د خپلي مرضۍ يو کدړا له داطلاعاتو اؤ نشرياتو قلم ورکړی ،چاته د تجارت وزارت اؤ چاته خزانه وسپارلي شی ،چا ته د ريلوي وزارت ورکړی اؤ څوک د اوبو اؤ بجلۍ وزير جوړکړي شی اؤ څوک د سينټ چيرمين اؤ څوک د قامی اسمبلۍ اسپيکر جوړ کړی ٠ اؤ الله الله خير صلا٠