په تېر پسې

اوس به راشو د کتاب محتویاتو ته البته د مولوی خېرالدین فارسي ژباړې او لنډیز ته

لکه وړاندې چې مو وویل چې کتاب په شېخ متي علیه الرحمه باندې د یوه روایت څخه پېل کیږي ،ددې روایت پیل به په لومړي پاڼه کې چې اوس نشته موجود وي ،دوهمه پاڼه یې داې پيل کیږي

وداع کرد پس آن دختر را بیعوض در نکاح حضر شیخ متي درآودویسم عروسی در قبیله مهیاربو دبتمامی با تمام رسانید با عزاز تمام بخدمت قدوه الانام شیخ لاسلام حضرت شیخ متی روان ساخت چون حضرت شیخ از قبیله مهیار بجانب دیار میمنقه خودروان شد ناګاه در اثنا راه مردی سترکی نام افغان که ویرا هرکی دیوانه مې ګفتند ویکی از اولیا خدای بود بحضرت شیخ متی ملاقی شد کفت اسلام علیک یا شیخ حسن وخود بعد ازت سلام بی کلام کام در راه نهاد واز چشم مردم غایب شد جماعتی معتقدان که درصحبت حضرت شېخ بودند بخدمت شیخ عرض که دند که این مرد سلام بر شیخ حسن ګفت و حال انکه شیخ حسن نام درمیان ما هیچ یکی نیست مګر آن مرد از د یوانګی غلط کرد حضرت شیخ متی جواب فرمود که خطابر مردمان مګیر ید که کلام مردان را مردان د ا نندو زبان مرغان را مرغان فهم کنند هر ګوش سزاوار استماع این نیست از بطن مبارک این دختر یک فرزند عظیم الشان و رفیع المکان متولد خواهد شد نا بدارام آن پسر شیخ حسن بود ویکی از اولیا زمانه ګردد

په دې لوړو کرښو کې یوه برخه د روایت ما ونه وشاې لوستلی نو ځکه مې په هغه ځای نکتې کیښودلی ،په کتاب کې د ځینو پښتو پاچا هانو دذکر هم شته،له سلطان بهلول افغان لودي،سلطان سکندرغوث بن سلطان بهلول لودی،سلطان ابراهیم شهید بن سلطان سکندر لودي،شېرشاه بن حسن افغان لودی سور ،سلطان اسلام شاه بن شېرشاه سور ،عادل شاه سور

کله چې د کتاب په وروستیو پاڼو کې د افغان متصویفینو نومونه ذکر کیږي دهغه وروسته ویل کیږي چې افغانانو په هندوستان باندې پاچاهي هم کړی چې د بېلګې په ډول پورتني نومونه راوړي پوهاند علامه حبیبي د پښتو ژبې او ادب وفق د مرکزي ایشیا د خلقو په تمدنونو کې مقاله کې وای په اریا یی قدیمو کتابو ویدا ،اوستا،مهابهارت او پرانو او پهلوي کتابو کې داسې کلمات او اثار مومو چې د پښتو د زاړه ادب اصالت په خورا پخوا نو زمانو کې راښیۍ تر دې ځایه چې د زړې پاړسو په ډېر لیکونو کې چې د ایران د هخا منشي پاچا لوی داریوش ۵۲۲ـــــ۴۸۶ ق م څخه د بغسان بسیتون په غره کیندلي پاته دي یوه سندره داسې ده چې په ډېر اږ او ښتنه کټ مټ پښتو ده ، د اریوش هخا منشي کلمدار په خپل یوه ډبر لیک وایي

نی اریکه اهم نه یې اړیکي وم

ني دروجنه اهم نه یې دوره جن وم

ني زوره که زه اهم نه یې زوره لړوني وم

ني ادم ني زمي توما نه زه نه مې تومنه

اوپاري ارشتام او پري یام د رښتیاله پاره یم وپری یم

په اسرارالافغان کې هم د یوه روایت سره د پښتو د یوه شعر بېت راوړل شوی چې پورتنیو بېتونو ته نېژدې دې چې د شیخ حسن د شیخ متي زوي په هکله په یوه زوایت کې راغلی چې ده به حلال شوي پسونه را ژوندي کول ، دروایت یو ه برخه داده باید یادونه وکړو چې د روایت په پیل کې د یوه محرم خبره کیږي یعنی دهغه چا چې په دې راز خبر دی همدغه محرم چې پام یې نه وي د پسه د ا لوی کولو سهر دهغه سر هم په اور کې اچوی چې فکر کیږي یې نو بېرته ژرد اوره راباسی او د پوټکی دننه یې اږدی کله چې سهار شي نو هغه پسه په رمه کې په داسې حالت کې څریږي چې نیم سر یې سوی وی ،زما په ډېره کمه پوهه چې په دې بیت کې پسه ،د مي ،شپه ،شبه ،کتی یعنی پری کوي او سرا ولوي یعنی سر یې په سوي حالت کې لغپلو یعنی د خپلو او ملی یعنی د خپلو چې مراد یې نور پسونه دی سره مل وی والله علم

په اسرارالافغان کې د ډیرو ښځینه و ذکر هم راغلی چې ډیری یا اکثره یې د حضرت شیخ متی د کولنۍ دی په ۲۳۸ پاڼه کې د شیخ قاسم په هکله یو روایت د یوې پښتنې صوفیی یا عارفې ښځې ذکر لري

                                                         نور بیا.......