دجرس ادبي جرګې (جاج)کراچۍ د کره کتنې د غونډو د رودادونو(ګزارشونو) مجموعه چاپ شوه ـ د ښاغلي طاهر اپریدي په زیار چاپ ته چمتو شوې دغې کتاب کې د جرس ادبي جرګې د تېر یو کال د میاشتنو غونډو تفصیلي ګزارشونه درج دي ـ په کتاب سریزه ښاغلي قېصر اپریدي لیکلی ده ـ

دیادونۍ وړده چې جرس ادبي جرګه د کره کتنې او د مذاکراتي غونډو رودادونه هر کال د ټولو ملګرو په مشوره چاپ کوي ـ تېر کال د جرګې یو غړي محب وزیر د  غونډې رودادونه په پټه چاپ کړي وو او هم یې  پکې ردوبدل کړی وو ،چې د نوموړي دغه عمل د جرګې له خوا په سختو ټکو کې غندلی او هم یې د محب وزیر د جرګې غړیتوب د تل دپاره ځنډولی دی ـ

                                                         ظفر ساپی کریمي