غزل
دوي خپلې بربادۍ کړلې،تاوان په ليونو
ماکلی د الـــــــــــــفت کړلو،ودان په ليونو

اوس شور پکې دمينې،دجنون دمستۍ نشته
چې چا دي پريښودلي،شرمخان په ليونو

کوټه يې اعتماد شولو،دخپل سيوري نه تښتي
جندګی وه،سردرياب ،که ناګمان په ليونو

داروغ پښتون يې پريښود،چې په ژبه،ژبه نه وه
دا ناوې د پښتو شوله ،قربان په ليونو

دعقل خاوندان خو مو،په روستو روستو بيائي
اوس ورځ په ورځ زياتيږي،سترکاروان په ليونو

ای خدايه! دا دګل په شان وطن،روغو تالاکړو
د ژوند دا کــــــــاروبار کړې،بيا روان په ليونو

اقباله!دپښتو د عمل مېرې  دوران به راشي
ميئن چې ددې وخت شي،هر جانان په ليونو
         ارواښادمحمد اقبال اقبال