د ریاض تسنیم اوښکې

  ظفرساپی کریمي

هاغه ورځ مې چې د ریاض تسنیم یو غزل په لیکه کړو کوم هغه ماته یوه دوه میاشتې مخکې راایمیل کړی وو، دا د یکشنبې ورځ څاښت مهال وو،ما ریاض تسنیم ته مسیج وکړو چې "ماما ریګل چوک ته به راځې او کنه چې د کباړ په کتابونو کې کتابونه واخلواو بل دا چې که نیټ ته کیښناستې نو هغه کلام دې وګوره چې ما خو کومه نیمګړتیا پکې نه ده کړی "ـ لږه شیبه روسته راته تسنیم فون وکړو،د تسنیم دا ځل فون د مخکې په څېر دهغې تمهید نه شورو نه شو کوم چې هغه به ماته هر وخت ویل " ظفرخانه....................لکه چې اوده یې "
دا ځل تسنیم ماته په ډېره کرار او غریو نیولي اواز وویل  "ماما زه خو مریض یم ، ما ورته ګپ وویل چې دا ځل خو دې زمونږ د کور خوا ته مارکیټ نه ماهیان هم نه دي وړي ،نو بیا په څه مریض شوی "، هغه ویل  "والا هیپیټایټس سي مې دی "
زما د خولې نه یو "انهه "ووتلو،خو د بلې غاړې نه تلیفون کې بیخي چپتیا وه ـ ما ویل "ماما دا څه وایې" ــ هغه هیڅ ځواب رانکړوـ بیا مې فکر وکړو چې هسې نه زما په خبرو یې حوصله ماته شي نو زر زر مې ورته د روغتیا او ډاډ مالومه نه څه خبرې وکړې ـ
ډېر بې چرته ووم،طاهر صېب ته مې فون وکړو او کیسه مې ورته تېره کړه ـ طاهر صېب ویل "والا زه د ریاض نه خوابدې ووم چې زه دومره مریض شوم او فقط یو تلیفون یې هم راته ونه کړو خو دا خو پخپله مریض دی ،راځ چې لاړ شو ـ"
ما ویل " طاهر صېب سبا به لاړ شوـ چې زه د دفتر نه فارغ شم بیا سمه ده"
هغه سبا دادې نن شو او زه همدا اوس اوس د تسنیم له کوره خپل کور ته راغلم ـ زه د طاهر اپریدي او نوراسلام سنګر نه لس منټه مخکې ورسیدم ،مېرمن تسنیم راته دروازه خلاصه کړه او چې په کټ مې نظر پریوتو خبرلوڅ تسنیم پټې سترګې پروت ووـ د کټ دپاسه د قلندرمومند عکس او یو څو منظرې هم هغسې موجودې وې ،څنګه چې به ددې نه مخکې مونږ لیدلې ـ
ما په خندا کې وویل  "ماما سلام" ـ تسنیم لکه چې اوده وي ،ما یې لاس ونیو هغه لکه چې بې هوش وي ـ ما یې په مخ لاسونه راښکل ،د هغه کلین شیو اوس غټ شوی وو،هغه سترګې وغړولې او بیا مالومه نه ده چې په کوم فکر یې د سترګو په کسو کې اوښکې وګرځیدې ،یوه توده اوښکه زما په لاس راپریوته لکه ماسره چې ښه راغلاست کوي ـ
یو څو نورې اوښکې هم دهغه د ښې سترګې په کسي راتوې شوې او دهغې په مخ یې لار جوړه کړه چې دغه لار اوس هم زما مخ مخ ته کیږي او شاید تر ډېره به مې یاد وي ـ
 زما هم زړه وران شو ،هغه تسنیم چې مونږ ته به یې د فرهاد او تیشې کیسې کولې،مونږ ته به یې خپله غمیزه د یوسف (ع )سره د ورونو د غمیزې نه لویه معرفي کوله او ژوند به یې تل سندره ګڼله او مزاحمت به د شاعرۍ پلاټ وو ، نن داسې مات مات پروت وو لکه د نړیوال ادب نه خبر دا ادیب چې بیخی ددې کوټې نه بهر هیڅ نه پيژني ـ
دې وخت کې د طاهرصېب فون راغې ماته وایي" د تسنیم د کور ادرس رانه غلط شوی دی ته لږ رابهر شه چې ځایې راته وښایې ،تسنیم خو فون نه پورته کوي "ـ ما ویل   "طاهر صېب تسنیم به څنګه فون پورته کړي ،ته خو راشه بیا به هر څه ووینې ـ"
طاهر صېب او نورالاسلام سنګر لږه شیبه روسته راغلل هغوۍ هم حېران پاتې شول د ډاډګیرنې یو څو ټکي یې ورته وویل خو ریاض ............. لکه هیڅ چې نه اوري

ریاض سره مونږ نزدې دوه ساعته واړول خو د ریاض له خولې څو ټکي هم راونه وتل ـ زمونږ خواوشاه چپه چپتیا وه ،ما فکرکاوه
د کرایه دا کور
د تسنیم مسافري
"ادینا" او "دایم"
دهغوۍ زده کړې
د ریاض دوه دوه دندې
بیا ماښام شو ـ مونږ د ریاض ملګري وو،ریاض مو پریښود او مونږ ترې روان شو ،ولې ترې روان شو.....مالومه نه ده شاید ملګري همدومره ملګرتیا کوي
ما په خپل موبایل فون دهغه څو عکسونه واخیستل خو نه غواړم چې لوستونکو سره یې شریک کړم او بیا هغو ملګرو سره څوک چې ریاض تسنیم یا خو له نزدې نه پیژني او یا یې د نوم او شاعرۍ نه ـ ځکه چې دغې عکسونو لیدل زما د برداشت نه بهر دي ـ
د ټول افغان ټولو لوستونکو ته خواست دی چې ددغه ستر تخلیقکار شاعر د روغ سټې دپاره لاسونه لپه کړي ـ اخر کې د ریاض تسنیم دا شعر
         ځکه دې په سترګو کې ساتم د نادیده و په شان چې
         د زندګۍ د اخري ادا نه څـــــــــــــــــــــــــــــوک خبر دي