د اتفاق پښتو ادبي جرګې روداد
د اتفاق پښتو ادبی جرګه سنده تنقيدی غونډه د اتوار پۀ ورڅ ٢٦ جولائۍ ٢٠٠٩ کښي د پښتونخواه ملی عوامی پارټۍ پۀ دفتر کښي د حليم شملزي پۀ مشرۍ کښي وشوه، تلاوت وزير نګار اوکړو اؤ د نظامت چاري حسرت بونيری ترسره کړي
حسرت بونیري کراچۍ
د تيري غونډي روداد حسرت بونيری واورؤ ،چي ټولو ملګرو ورته ښه اووئيل ٠ د دي نه وروستو اسلام ګل تسکين خپل غزل کره کتني ته وړاندي کړو٠ چي ملګرو پري خاص بحث و نۀ کړو، ملګرو اوئيل چي څه نوي خبره پکښي نشته هم هغه زوړ خيال ئ راغستي دي پکار ده چي که خيال زوړ وی خو لفظونه نوی پکار دی٠ ملګرو زياته کړه چي دي له د نظم نوم ورکړي شی ولي چي دي ته مونږ غزل نه بلکه نظم وئيلي شو٠ د دي وروستو مشاعره وشوه چي پکښي اسلام ګل تسکين ،ساګر تنقيدی ،ډاګټر غريب مل، وزير نګار ،عبدالحليم حليم، نور محمد سعيد، مراد پښتونوال، حليم شملزی اؤ حسرت بونيری ګډون اوکړو،پۀ راتلونکي تنقيدی غونډه کښي به عبدالحليم حليم نثر تنقيد وړاندي کوی٠
27.07.2009
- ظفرساپی کریمي
تېرو ورځو کې ښاغلي طاهراپریدي باندې د زړه دوره راغلې وه چې ددې په وجه څو اونۍ په هسپتال کې بستر و،اوس د جرس ادبي جرګې یو بل مخکښ باني غړی او مشهور شاعر ښاغلی ریاض تسنیم د تور زیړي (هیپيټایټس سي)باندې اخته دی ،ملګرو څخه د ددوعا هیله کیږي ـ لاندنی نظم وصال مومند طاهر اپریدي ته هغه وخت لیکلی و،کله چې نوموړی روغتون کې بستر وـ...
28.07.2009
- ظفرساپی کریمي
د ریاض تسنیم اوښکې
ظفرساپی کریمي
هاغه ورځ مې چې د ریاض تسنیم یو غزل په لیکه کړو کوم هغه ماته یوه دوه میاشتې مخکې راایمیل کړی وو، دا د یکشنبې ورځ څا...